کابل(پژواک،۳۰ زمری ۹۹): حکومت د ملي دسترخوان پروګرام له لارې په لومړي پړاو کې ۱۳۵زره کورنیو ته په داسې حال کې د توکو وېش پیلوي چې د ولسي جرګې ځینې غړي دغه اقدام د جرګې پرېکړې او قانون ته بې احترامي بولي.
د افغانستان ولسمشر دغه پروګرام د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه پرانیست او ویې ویل چې له لارې به یې د ۲۴۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت لومړني خوراکي توکي خلکو ته وېشل کېږي، خو ولسي جرګې دوه ورځې وروسته له پرانیستلو د دغه پروګرام طرحه رد کړه او ویې ویل چې قانوني پړاوونه یې نه دي وهل شوي.
د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي نن کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې په هېواد کې د نورو ناخوالو ترڅنګ کرونا ناروغۍ خلک ځپلي او دا د حکومت مسوولیت دی چې د دا ډول پروګرامونو له لارې د بېوزلو لاسنیوی وکړي.
هغه وویل چې د دغه پروګرام له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۹۰ سلنه خلکو سره د اوړو، وریجو، غوړیو، لوبیا او لاس مینځلو صابون مرسته کېږي.
هغه وویل: «د دې برنامې په اړه خلکو سره زیاتې اندېښنې دي، خو دا پنځه مرحلې لري چې اول به خلکو ته د کرونا ویروس او ملي دسترخوان په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي، دویمه مرحله کې به په کلیو کې یو انسجام رامنځ ته کېږي، درېیم پړاو کې به د کورنیو اقتصادي وضعیت کتل کېږي، څلورم پړاو کې به لېستونه جوړېږي او په پنځمه مرحله کې به د مرستو وېش او څارنه پيل کېږي، په برنامه کې به انشاءالله هېڅ ډول ستونزه نه وي.»
کریمي وویل، چې تر اوسه په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۳۵۰ زره کورنیو ته د کرونا ویروس او ملي دسترخوان په اړه عامه پوهاوى ورکړل شوی دی.
هغه وویل، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۳۵ زره کورنیو سره د یادو مرستو پړواونه وهل شوي، د اړو کسانو نوملړ چمتو شوی او ډېر ژر به ورته د مرستو وېش پیل شي.
خو د ولسي جرګې ځینې غړي د دغه پروګرام پر دوام نیوکې کوي او وایي چې باید د دغې جرګې له خوا رد شوی یاد پروګرام نه وای پلی شوی.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون وایي چې حکومت باید په دې اړه د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوی کړی وای.
د هغې په وینا، په دې اړه د حکومت بې اعتنایي دا معنی لري چې حکومت اساسي قانون ته احترام نه لري.
یون وایي، ولسي جرګې ځکه دغه پروګرام رد کړ چې خلک دوامداره پروژو ته اړتیا لري او د ملي دسترخوان له پروګرام سره موافق نه و.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سیلاب هم وایي:« د کرونا پر مهال له مرستو څخه غلا ته په کتو د ولس استازو د ملي دسترخوان پروګرام په اکثریت مطلق رایو رد کړ، تر څو د یوه فاحش چور مخه ونیول شي.»
login or register a new account.