فیض اباد (پژواک، ۲ وږی ۹۹): په بدخشان کې چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د نامسوولو کسانو او یو شمېر عامو خلکو له خوا د کبانو بې ساري ښکار به د دې سبب شي چې د کبانو، په ځانګړي ډول د خالدارو کبانو نسل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.
د دغو مسوولینو په خبره، د کبانو ښکاریان د لاسي بمونو، د برق شارټۍ او له پاکستاني جالونو نه په ګټې اخیستنې چې په وژونکو کيمیاوي موادو ککړ وي، د بدخشان د ټولو ولسوالیو په ډنډونو کې د کبانو د ښکار لپاره کارول کېږي؛ خو هېڅ مسوول بنسټ د دغه کار مخه نه ده نیولې.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست سرپرست شبیر ملکزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر سرغړوونکو د قانونو نه تطبیق د دې سبب شوی څو په دغه ولایت کې چاپېریالي سرغړونې ډېرې شي او د بېلابېل ډول ژوندیو ژوو، په ځانګړې توګه کبانو لپاره ژوند ته د ادامې ورکولو شرایط له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د هغه په خبره، د کبانو ښکار د حکومت او طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو ډول ترسره کېږي او د دغه بې ساري ښکار له امله د خال لرونکو کبانو نسل چې د خلکو ترمنځ د خوږې غوښې لرونکو او په ښکلي شکل کې ځانګړی شهرت لري، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست سرپرست د اندېښنې په څرګندولو وویل چې د کبانو ښکاریان له جنراټورونو په ګټه اخیستنې د برېښنا جریان له سیند سره وصلوي له دې سره د کبانو ټول نسل او تر اوبو لاندې نور مخلوق له منځه ځي.
هغه زیاتوي، د چاپېریال ساتنې ادارې په دغه ولایت کې د کبانو د نسل له منځه تلو په اړه خپلې اندېښنې د رسمي پاڼو له لارې له سيمه ییز حکومت او امنیتي بنسټونو سره شریک کړي دي.
خو د نوموړي په خبر، تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې په ریاست کې د طبیعي میراثونو له ساتنې عمومي مدیر ضیاالحق کامران وایي، د برق او لاسي بمونو په وسیله د کبانو غیرمعیاري او بې ساري ښکار او د هګۍ اچونې پر مهال د سېلابونو راوتل هم د کبانو د نسل پر کموالي منفې اغېز کړی دی.
د هغه په خبره، دې ادارې د کبانو د ښکار اړوند ټول فرمانونه، قوانین او تګلارې د بدخشان ټولو ادارو ته لېږل شوي خو د کب نیونې د مخنیوي په برخه کې د جدیت نشتوالی، له جنراټور او لاسي بمونو څخه د ګټه اخیستونکو نه مجازات د دې لامل شوی چې د کبانو نیونې په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
په همدې حال کې په بدخشان کې د چاپېریال د چارو پوه غلام نبي سرفراز هم وایي، په ټول بدخشان کې د کبانو بې رويې ښکار په بې ساري ډول ډېر شوی او که مسوول بنسټونه دې موضوع ته پام ونه کړي او د کبانو د نیولو مخه ونه نیسي، د دغه ولایت د کبانو نسل به له منځه لاړ شي.
د هغه په خبره، حکومت بايد سربېره پر دې چې د برېښنا، په کيمياوي موادو د ککړو جالونو او لاسي بمونو په وسیله د کبانو د بې رويې ښکار د مخنيوي ترڅنګ د اوبو د کموالي له امله د کبانو د نسل د کمېدو د مخنيوي په موخه دې د کبانو ساتنې او روزنې ځايونه جوړ کړي څو د کبانو د نسل کمېدو مخنیوی وشي.
سرفراز وایي که څو لوی حوضونه د خال لرونکو کبانو د عمده بانکونو په نوم یاد شي، د زیباک په «توپخانه»، د کران او منجان د «انجمن» شتون نه درلود، اوس به په بدخشان کې د دغو کبانو نسل په بشپړ ډول له منځه تللی و.
login or register a new account.