ژبه

د فيض اباد د پوليسو د اوومې حوزې امر له درې ساتوونکو سره ووژل شو

فيض اباد(پژواک، ٣ وږى ٩٩): د بدخشان پوليس وايي چې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله ددغه ولايت د مرکز فيض اباد ښار د اوومې حوزې امر له درې ساتوونکو سره وژل شوى دى.

د بدخشان د پوليسو وياند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن رامنځته شوې ده .

سرچينه وايي چې په دغه پېښه کې د فيض اباد ښار د پوليسو د اوومې حوزې امر عبدالحمید له درې ساتوونکو سره وژل شوى دى.   

ده وويل چې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د حوزې امر له کوره ددفتر پر لور روان و.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، چې د حوزې د امر موټر د فيض اباد ښار د پنځمې حوزې اړوند د دو آبه یفتل بالا په کلي کې د سړک د غاړې پر ماين ختلى او دغه پېښه رامنځته شوې ده .

ددغې پېښې مسووليت تراوسه کومې ډلې نه دى منلى.

login or register a new account.

ورته موضوع