ژبه

مدني فعالان: بدخشان کې وسله وال د کانونو له ناقانونه کیندلو ميلیونونه افغانۍ میاشتنى عاید لري

 فیض اباد (پژواک، ۵ وږی ۹۹): د بدخشان مدني فعالان او یوشمېر اوسېدونکي وایي، له دې سره چې تېر کال د دغه ولایت د کانونو استخراج د ولسمشر د فرمان له مخې منعه شوی؛ خو اوس هم په ځینو کانونو کې په ځانګړې توګه قېمتي ډبرې په غیرقاني ډول کیندل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۳۹۵ کال کې د یوه فرمان له مخې د افغانستان د کانونو هرډول بې کنټروله کیندل منعه کړي وو.

 د بدخشان د مدني بنسټونو د ټولنې رییس سیف الدین سایس پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې سره چې حکومت په بدخشان ولایت کې د کانونو کیندل منعه کړي؛ خو اوس هم د زورواکو، سیمې اوسېدونکو او وسله والو طالبانو له خوا په دغو کانونو کې په لویه کچه کیندنې کيږي.

هغه وایي چې په بدخشان ولایت کې د قېمتي ډبرو له ۷۲ ډېر کانونه موجود دي چې اوس مهال د دغه ولایت په راغستان او یفتل ولسوالیو کې د سرو زرو له کانونو په غیرقانوني ډول کیندنې ترسره کېږي، چې ډېری استخراج د وسله والو طالبانو له خوا ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د طالبانو ډله بدخشان پر ټولو کانونو کنټرول لري او له دغه کانونو د ورځې شاوخوا ۵۰ زره ډالره عاید لري.»

 د هغه په خبره، حکومت که تدبیر و نه سنجوي، د طالبانو ډله به له دغو مهمو اقتصادي سرچینو په ګټه اخیستنې د خپلو وسله والو د تجهیز لپاره لویه ګټه پورته کړي.

په همدې حال کې په بدخشان کې د مدني ټولنې یو فعال هم د زورواکو، سیمې اوسېدونکو او وسله والو طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د کانونو غیرقانوني استخراج اندېښمن کړی دی.

خو نوموړي ادعا وکړه چې ډېری کیندنې د وسله والو طالبانو له خوا ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «بدخشاني طالبان له کانونو ترلاسه شوو عوایدو څخه د طالبانو د رهبرۍ په کچه په هېواد کې هغوى ته پیسې استوي، له دې سربېره له هېواده بهر د طالبانو له ډلې سره مرسته کېږي، هغوی د بدخشان کانونه هم لکه د لاجوردو او سروزرو تر کنټرول لاندې لري، طالبان له کانونو په لاس راغلو پیسو باندې وسلې پېري، بې له شکه د کانونو له عوایدو په لاسته راغلو پیسو د هغوی تجهیزات او نظامي تمویل کېږي او زموږ پروړاندې جنګېږي.»

همداراز د راغستان ولسوالۍ د سیاب دشت سیمې یوه اوسېدونکي صبغت الله پژواک ته وویل چې د هغوی کلی د طالبانو له خوا اداره کېږي او د دوى د کلي په شاوخوا کې د سروزر کانونه هم موجود دي.

د سیمې د دغه اوسېدونکي په وینا، د طالبانو ډله پر دې سربېره چې خپله له پرمختللې ماشینرۍ په ګټه اخیستنې، د راغستان په څو کانونو کې سره زر استخراجوي، د سمیې له اوسېدونکو باج هم اخلي.

صبغت الله وایي چې هر کارکوونکی د ورځې په اخر کې مکلف دی چې له پنځه ګرامه سرو زرو یو ګرام یې طالبانو ته ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع