ژبه

کرزى: د بيان ازادي او د سياسي فعاليت حق بايد له خلکو وانخيستل شي

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٩) : د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي چې د بیان ازادي او د سیاسي فعالیت حق چې د تېرو دوو لسیزو له سترو لاس ته راوړنو څخه دي په کامله توګه او په پوره امانت وساتل شي او ترې حفاظت وشي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه د وږي په ٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي له یو شمېر هغو سیاسي، مطبوعاتي او د نظر خاوندانو سره وکتل چې په دې وروستیو کې د یو مرموز لیک په واسطه په مرګ ګواښل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې یادو شخصیتونو چې اکثریت یې د سولې په هڅو کې فعاله ونډه لري په هېواد کې د اختناق د حاکمېدو، د بیان او نظر د ازادۍ د محدودېدو او د سوله غوښتونکو جیدو دیني عالمانو، سیاسي فعالانو او د نظر خاوندانو د هدفمندو ترورونو په هکله له پخواني ولسمشر سره خپلې اندېښنې شریکې کړې .

هغوى وویل چې دغه اندېښنې یې د یو لیک په ترڅ کې له ولسمشر ډاکټر اشرف غنی سره هم شریکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د وګړو سیاسي – ټولنیز فعالیتونه او د بیان او نظر ازادي د دوی حق او ساتنه یې د دولت وظیفه وبلله .

هغه زیاته کړې:”د یو افغان وګړي په توګه د افغانانو د سیاسي او اجتماعی حقونو څخه دفاع خپله دنده بولم او هیله ده چې د بیان ازادي او د سیاسي فعالیت حق چې د تېرو دوو لسیزو له سترو لاس ته راوړنو څخه دي په کامله توګه او په پوره امانت وساتل شي او ترې حفاظت وشي. “

کرزي همداراز ډاډ ورکړى، چې د یادو شخصیتونو له غوښتنې سره سم به د دوی اندېښنې له حکومتي مسوولینو سره شریکې کړي، تر څو د بې باورۍ او عدم مصوونیت رامنځ ته شوې فضا له منځه ولاړه شي.

login or register a new account.