ژبه

کابل کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٩): د کابل پوليس وايي چې د ښار په نهمه حوزه کې د يوې چاودنې له امله دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز پژواک اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره شپه شاوخوا اووه نيمې بجې د نهمې حوزې اړوند د قلعه مير عباس په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه په سيمه کې پر چاڼيزو عملياتو بوخت وو چې په يوه کور کې چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې يو کس وژل شوى او بل ټپي دى.

فرامرز وويل چې د پوليسو له لومړنيو پلټنو معلومېږي چې يادو کسانو په کور کې ماينونه جوړول چې د خپل ماین د چاودنې ښکار شول.

د هغه په وينا چې په دې اړه نورې پلټنې هم روانې دي.

login or register a new account.