کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): ولسمشر غني د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ته چې له طالبانو سره د خبرو په موخه سبا قطر ته روان دی، ویلي: «د ملي ټیم په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ او ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل قوت ویني .»
د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل وو، خوشي کړل، خو ویې ویل چې ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو خوشي کولو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي، خو وروسته لویې جرګې هم د تېرې زمري میاشتې په شلمه مشوره ورکړه چې دغه بندیان دې خوشي او ژر دې بین الافغانی خبرې پیل شي.
ولسمشر غني هم په دې اړه فرمان صادر کړ، خو وروسته یې وویل چې طالبان هم باید د حکومت ۲۰ کومانډو سرتېري خوشي کړي.
د راپورنو له مخې، طالبانو له یادو کومانډیانو څلور پرون خوشي کړي او حکومت هم په تېرو دوو ورځو کي د وسله والو طالبان د پاتې ۴۰۰ زندانیانو له ډلې ۲۸۰ کسان خوشي کړي او پاتې نور به هم نن خوشي او ورسره به د سولې بین الافغانی خبرې پیل شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره چې ټاکل شوې سبا له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي، په چهار چنارماڼۍ کې وکتل.
سرچینه زیاتوي چې د دغې غونډې په پيل کې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي وویل چې سوله د افغانستان د خلکو لویه هیله ده او د سولې مشورتي لویې جرګې د ملي ګټو او ازادې ټولنې پر بنسټ د دې لپاره حدود ټاکلي.
ستانکزي ویلي:« زموږ د متحد ټیم هڅه به د خلکو دغسې اساسي هیلې ته چې تلپاتې سوله ده، رسېدل وي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دغه ناسته کې وویل، خوښ دی چې مذاکره کوونکي ټیم د واحد او منسجم ټیم په توګه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیلوي.
غني مذاکره کوونکي ټیم ته په خطاب کې ویلي: «د ملي ټیم په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ او ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل قوت ویني، ځکه جمهوریت او تنوع زموږ د ځواک نقطې دي، زموږ ملي وثیقې چې اساسي قانون دی، زموږ ټولو لپاره حدود مشخص کړي دي.»
ولسمشر همدارنګه ویلي ، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې علما، ښځې او ځوانان هر یو خپل ملي او سیاسي وزن لري او دوی به د ټولنې د هرې برخې او قشر ښه استازولي وکړي؛ ځکه د هغه په وینا مطلق ولسي او ملي ټیم دی.
ده ویلي چې د پلاوي اساسي موخه په اساسي توګه د تاوتریخوالي پای ته رسول دي، ځکه خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي.
محمد اشرف غني په ټینګار ویلي چې دولت د سولې پروسه کې خپلې ټولې هغه ژمنتیاوې چې نړیوالې ټولنې یې هیله لرله، عملي کړي او د طالب زندانیانو ازادول سولې ته د دولت د ژمنتیا څرګند ثبوت دی.
login or register a new account.