لښکرګاه (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د هوايي بريدونو امله ١٢ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ناوې او مارجې ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
دى وايي چې د يادو بريدونو پرمهال افغان ځواکونو پر طالبانو هوايي بريدونه هم کړي چې په ترڅ کې يې ١٢ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
د بهادرزي په وينا، په ياده جګړه کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
نوموړى زياتوي چې په دغه جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ناوې اوسېدونکي خالد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هره شپه جګړې وي.
هغه وايي: ((څو کاله وړاندې دا ولسوالۍ ډېره امنه وه، هرڅه په کې سم و، خلک به مېلې ته راتلل، خو اوس هرڅه خراب شوي، امنيتي وضعيت يې بېخي خراب دى.))
بل لورته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.