کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د پژواک یوې نظرپوښتنې له مخې، خلک اوربند او سوله غواړي او له دولت او طالبانو غواړي چې یو بل ومني او د سولې په خبرو کې د هېواد ملي ګټو ته په پام انعطاف وښیي.
ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د ۱۳۸۹ کال د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې لس ورځې وروسته پیل شي، خو د طالبانو د ۵۰۰۰ او د حکومت د زرو بندیانو پر خوشي کېدو د ځینو اختلافونو له امله شاوخوا شپږ میاشتې وځنډېدې او نن (د ۱۳۹۹ کال د وږي ۱۲مه) د بندیانو له خوشي کېدو وروسته د دواړو لورو (دولت او طالبانو) او دغه راز لسګونو دولتونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په قطر کې پیل شوې.
پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو پوښتلي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو له ګډونوالو یې غوښتنې څه دي؟
تر اوسه (د وږي د ۲۲مې تر نږدې درېیو بجو، دغې پوښتنې ته ۱۵۰ تنو ځوابونه ویلي او ټولو په هېواد کې د سولې د ټینګښت غوښتنه کړې ده.
له یادو کسانو نږدې نیمایي وایي چې د سولې په خبرو کې لومړی باید پر اوربند هوکړه وشي او جګړه ودرول شي.
قدرت الله ساحل لیکلي: «هیله کوو چې په هر قیمت موافقي ته سره ورسېږي، له خپلو شخصي ګټو تېر شي سوله راشي او نور دا د وینو تویېدنه بنده شي.»
سمیع الله کامران لیکلي: «دا چې افغانان د سولې تږي دي، نو باید دواړه خواوې یو بل وزغمي.»
عاشق میران لیکلي: «سوله سوله او بس یوازې سوله، غوښتنه مو بس همدا ده چی دلته نور وینه بهېدنه بند شي، افغانان نور د غم، درد، فریاد، چیغو او ځوانیمرګې جګړې څخه ستړي شوي او د زغملو توان نه لري، نور غواړي د سولې او امن په فضا کی ساه واخلي؛ نو هیله مو له دواړو خواو او ټولو نړیوالو څخه دا ده چې دلته هم د سولې ټغر خور کړئ، څو ټول افغانان وروڼه سره پرې راټول شي.»
رحیم ګل نایل لیکلی: «د ارزښتونو ساتلو ترڅنګ یو بل ومني، په خبرو کې انعطاف وشي او هڅه دې وشي دا لاس ته راغلی فرصت له لاسه ورنه کړو.»
احسان زهیر الکوزي لیکلي: «تلپاتې سولې ته د رسېدو یواځېنۍ لاره اوربند او د یوبل منل دي.»
د پښتون په نوم یو بل کس لیکلي: «اوربند یوه منطقي غوښتنه ده؛ که اوربند ونه شي نو د سولې په بهیر کې که جنگ او قتل کېږي دا به سولې ته خنډ جوړ کړي.»
مُحب الله تسل لیکلي: «مونږ هېڅ نه غواړو فقط له دواړو خواوو غواړو چې مخکې له دې چې د سولې خبرې ختمې شي، باید دایمي اوربند وشي او افغان وژنه نوره پای ومومي.»
login or register a new account.