ژبه

خالد: مخالفينو د خبرو پر مېز د امتياز اخيستو لپاره جګړو ته زور ورکرى

کابل (پژواک، ۲۷ وږي ٩٩): د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي چې په هېواد کې د جګړو زور ښايې د خبرو د مېز پر سر د امتياز ترلاسه کولو په موخه وي .

نوموړي دغه څرګندونې نن د وږي په ٢٧مه، د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې دامريکا له خوا د څلورو جنګي الوتکو د مرستې مراسمو ته وکړې.

اسدالله خالد وويل، که دښمن فکر کوي چې د زور له لارې به واک ته رسېږي، نو دا يو خيال دی.

ده زياته کړه : " ناټو پر هغو ژمنو چې له افغان ځواکونو سره يې کړې دي، ولاړ دي د الوتکو مرسته یو پیغام دی چې د امنیتي ځواکونو او ناټو مرستې به  تر هغه دوام لري، ترڅو چې د ترهګرۍ ځالې له منځه نه وي تللي."

خالد وویل، په دوحه کې په داسې حال کې خبرې روانې دي چې په هېواد کې جګړو زور اخيستی  ښايي دا فشارونه د خبرو د مېز پر سر د امتياز ترلاسه کولو په موخه وي او دفاعي ځواکونو هيڅکله هم تعرض نه ده کړی.

هغه وايي: "هېواد کې د ټولو غوښتنه سوله ده، که دښمن فکر کوي چې د زور له لارې به واک ته رسیږي، دا یو خیال دی، موږ د خپلې خاورې له هرې لویشتې دفاع کوو او دښمن دې د پنجاب په فرمایش د افغانستان د اردو د له منځه وړلو فکر له ماغزو وباسي. "

د نوموړي په وينا، د روانو بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي خو  اجازه نه ورکوي چې په هره برخه کې د افغانانو په لاسته راوړنو معامله وشي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان  وايي چې د امريکايي ځواکونو له خوا (اى۲۹) جنګي الوتکو مرسته شوې چې په عملياتو کې به د افغان ځواکونو له خوا وکارول شي.

login or register a new account.