ژبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کمېشنر حمدالله ارباب موټرچلوونکي ساه ورکړه

لومړی تعقیب- کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۹): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کمېشنر حمدالله ارباب موټرچلوونکي چې نن سهار په کابل ښار کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی و، ساه ورکړې ده.

ارباب د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د هېوادوال بلاکونو په ساحه کې وشوه.

هغه زیاته کړه: «له زوی او موټر چلوونکي سره مې یوځای د دندې پر لور روان وم چې پر موټر مې د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.»

د نوموړي په وينا، دى او زوى يې له چاودنې روغ وتلي، خو موټر چلوونکى يې ټپي او روغتون ته لېږدول شوى دى.

د سرچینې په وینا، موټر چلوونکي یې له درېیو ساعتو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز ويلي چې په ياده سيمه کې د يوه چسپکې ماين د چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شوي، خو هويت يې نه دى په ډاګه کړى.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، دغه چاودنه او د حمدالله ارباب هدف ګرځول غندلي دي.

سرچینې د یاد کمېسیون د کارکوونکي او موټرچلوونکي محمد عمر مړینه تایید کړې ده.

په علامیه کې راغلي: «د افغانستان دښمنانو په دغه غیر انساني عمل سره ثابته کړه چې له هېڅ ډول ظلم، وحشت او  دهشت یې دریغ ونه کړ او هېڅ انساني، دیني او اخلاقي ارزښت ته ژمن نه دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دغه برید په کلکه غندي او د محمد عمر له کورنۍ، خپلوانو او ملګرو سره یې خپله غمرازي څرګنده کړې.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دوحه کې د خبرو اترو له دواړو ټېمونو غواړي چې خبرې ګړندۍ کړي، سوله چې د افغانانو ستر لومړیتوب دی، راولي څو د بې ګناه افغانانو وژنې پای ومومي.

login or register a new account.