کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۹): د کابل امنیه قومانداني وایي چې نن سهار په کابل ښار کې په دوو جلا پېښو کې د دولت دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د تلې په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا ۸ بجېد کابل ښار د ۱۶مې حوزې اړوند د چکري ټانک سیمه کې دوه دولتي کارکوونکي د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي.
د هغه په خبره، تراوسه معلومه نه ده چې دغه دوه کسان د کومې ادارې کارکوونکي دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د هېوادوال بلاکونو په سیمه کې په یوه بله پېښه کې یو لنډکروزر موټر د چسپکې ماین هدف ګرځېدلی چې په پایله کې یې دوه ملکیان ټپیان شوي دي.
د دې پېښو مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.