کابل (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې د طالبانو د هغې ۱۵ کسیزې شبکې د نیولو خبر ورکړی چې د امنیتي ـ دفاعي سرتېرو، د افغانستان د سیاسي او مهمو مشرانو د ترور دنده یې درلوده.
د ملي امنیت د عمومي ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک هم ترلاسه کړې راغلي، د ملي امنیت عمومي ریاست د ځانګړې قطعې سرتېرو په کابل کې د هدفي عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو د ترور شبکې غړي نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((ملي امنیت په دغو عملیاتو کې د طالباتو د تروریستي فعالیتونو یوه ۱۵ کسیزه شبکه چې د افغانستان د ملي او دفاعي سرتېرو، وتلو او سیاسي څېرو د ترور دنده یې درلوده، نیولې ده.))
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې شبکې غړي په څلور یا پنځه کسیزو ډلو تنظیمېدل او د افغانستان د امنیتي ــ دفاعي سرتېرو، وتلو څېرو د سیمې او تګ راتګ په اړه یې معلومات ټولول، خو ددغه شوم پلان تر عملي کېدو مخکې د ملي امنیت د سرتېرو له خوا نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.
login or register a new account.