ژبه

ستانکزى: یو اړخیزه سوله تر ټولو ډېر زیان د جګړې قربانیانو ته اړوي

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٩) : د افغانستان دولت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزى وايي چې د جګړې قربانیان به د مسوولیت له اړخه د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یو مرکزي ټکی وي، نړیوالو تجربو ښودلې چې یو اړخیزه سوله تر ټولو ډېر زیان د جګړې قربانیانو ته اړوي.

ستانکزي دغه څرګندونې نن د تلې په ٢٢مه، د جګړې له ملکي قربانیانو سره د ويډيو له لارې په يوه مشورتي ناسته کې وکړې، چې په کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازو هم ګډون کړى وو.

د هما عزیزي په نوم د جګړې يوه قرباني چې په دې ناسته کې يې ګډون کړى و، وويل : " سوله کولی شي زموږ په ژوند کې بدلون راوړي او جګړه موږ لا ډېر زیانمنوي. جګړه ودروئ! ستړي شوي یو؛ موږ سوله غواړو. "

هغې زياته کړه، چې د جګړې قربانیان باید د سولې په پروسه کې ونډه ولري.

د شهیدانو د وارثينو شورا مشر نداءالحق شملزي وويل چې د جګړو او نا امنيو له امله يې د خپل پلار او کاکا جنازو کې ګډون ونه شو کړاى.

دى وايي : " نور دا وضعیت نه شو زغملی. له مذاکره‌کوونکي پلاوي مو دا غوښتنه ده چې په سوله کار وکړي. له طالبانو هم غواړو چې خپلې ګټې په سوله کې ولټوي. "

د شهیدانو او معلولینو د سرتاسري شورا ريیس معصوم صافي يادې ناستې ته وويل، چې د سولې لوی فرصت رامنځته شوی او د افغانستان خلک د سولې راتګ ته هیله‌مند دي.

د هغه په وينا، د تېرو کلونو لاسته‌راوړنې د جګړې د قربانیانو د وینې پايله ده او باید وساتل شي. د داسې تلپاتې سولې غوښتونکي دي چې رښتینی عدالت او د خسارې جبران ته لاره هواره کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي يادې ناستې ته وويل، چې ددوى پلاوی د نړۍ د سولې د تجربو، ۴۰ کلنې جګړې او د سولې د مخکنیو هڅو په اړه ښه درک لري.

هغه زياته کړه، د سولې پروسه باید له شک پرته قرباني محوره وي.

نوموړي وويل، د جګړې بندول او وینې تویېدنې ته د پای ټکی اېښودل يې بنسټيزه موخه ده؛ خو دا بنسټیزې سولې ته رسېدل نه دي. سوله باید د عدالت په محور رامنځته شي او ټول لوري ځانونه بریالي احساس کړي.

ستانکزي زياته کړه : "د جګړې د قربانیانو نظرونه به له موږ سره مرسته وکړي چې له مقابل لوري سره په مذاکراتو کې وکولی شو په پلان جوړونه کې د هغوی د نظرونو په شاملولو سره، د هغوی حقونو ته د رسېدو په برخه کې مرکزي رول ورکړو. "

login or register a new account.