ژبه

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس تهران ته ولاړ

کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت په رسمي بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سولې د هڅو د ملاتړ په موخه د سیمه ییزو سفرونو په لړ کې نن سهار تهران ته روان شو.

د دې شورا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله د خپل سفر په لړ کې له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي مجلس له رییس، د ملي امنیت شورا له سکرتر، د انرژۍ له وزیر او د ایران هېواد له ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.

سرچینې زیاته کړې چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس به د ایران د اسلامي جمهوریت له مشرانو سره د افغانستان د سولې پر بهیر، د دوحې د خبرو، اجماع ته پر اړتیا او په افغانستان کې د سولې له هڅو د سیمې پر ملاتړ خبرې وکړي.

د یادونې ده، ډاکتر عبدالله له دې مخکې پاکستان او هند ته رسمي سفرونه وکړل او ټاکل شوې ده چې نوموړی له ایران وروسته ازبکستان ته هم سفر وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع