کابل (پژواک،۲۹ تله ۹۹): فیفا ولسي جرګه کې نوماند وزیرانو ته د رایو ورکولو لپاره د روښانه میکانیزم د نه شتون په اړه اندېښنه ښيي او له وکیلانو غواړي چې نوماند وزیرانو ته یوازې د وړتیا له مخې د باور رایه ورکړي.
ټاکل شوې سبا (د تلې ۳۰مه) ولسمشر محمد اشرف غني نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې تر لاسه کولو لپاره معرفي کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزې موسسې «فیفا» اجرایوي رئیس محمد یوسف رشید، ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو معرفي کول له دې امله ستايي چې په وینا یې د سرپرستۍ فرهنګ له منځه ولاړ شي.
هغه چې نن یې کابل کې خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل:« له بده مرغه د ادارو د سرپرستۍ کلتور موږ پر اساسي قانون باندې ولاړ نظم څخه لرې کړي وو او له بلې خوا يې فساد او له ځواب ویلو څخه تېښتې ته هم لار هواره کړې وه. دغه وضعیت ته د پای ټکی کېښودل د حکومت او ملي شورا ګډ مسوولیت دی چې په یوه رغنده تعامل کې پر اساسي قانون باندې ولاړ نظم د نظام ټول جوړښت ته راوګرځوي.»
ده همدارنګه وویل، دې ته په پام سره چې اوسنی حکومت هم د تېر دور په څېر د دوه اړخونو تر منځ د هوکړې پر بنسټ یوه توافقي کابینه لري، اوس دا په ولسي جرګې پورې اړه لري چې له ورته وضعیت څخه یو ځواب ویونکی او باکفایته کابینه ټولنې ته وړاندې کړي.
خو رشید د اندېښنه څرګنده کړه چې په هېواد کې د نافذ اساسي قانون له تصویبېدو څخه نږدې دوه لسیزې تېرېږي، خو په دغه موده کې «د دولت د اساسي تشکیلاتو قانون» د تصویب لپاره ملي شورا ته نه دی وړاندې شوی او د دغه مهم قانون په نشتوالي کې د وزارتونو شمېر، دندې او واکونه ګونګ پاتې دي.
ده وویل، د نوي حکومت کابینه په داسې حال کې د تایید رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کېږي چې لا هم دا اندېښنې شته او ولسي جرګې د سمون، اصلاح او د دغو اندېښنو د هواري په برخه کې هيڅ ګام نه دى پورته کړى.
د فیفا او ولسي جرګې د اړیکو مسوول عبدالباقي رشید هم په نننۍ ناسته کې وویل، ولسي جرګه باید ډاډ ترلاسه کړي چې نوماند وزیر په بریالیتوب سره د اړوند سکتور مخته وړلو لپاره کافي تجربه او وړتیا لري او په دې برخه کې د هر ډول سرسري تېرېدنې مسوولیت په ولسي جرګې پورې اړه لري.
ده وویل، پخوا هم حکومت ته د جرګې د تایید رایې په پروسه کې د فساد، بډو او جوړجاړي په اړه تورونه او نیوکې شوې وې، خو نه یوازې دغو تورونو ته رسېدنه ونه شوه، بلکې ولسي جرګه د دغو اندېښنو له منځه وړلو لپاره کوم روښانه میکانیزم هم جوړ نه کړ.
ده وویل، اړتیا ده چې ولسي جرګه تر رایې اچونې مخکې د دوه تابعیته او څو تابعیته نوماند وزیرانو پر وړاندې خپل تصمیم روښانه کړي، ځکه چې د اساسي قانون ۷۲یمه ماده د نوماند وزیرانو لپاره یوازې د افغانستان تابعیت لرل قید کړی دی او دغه قانون د دوه یا څو تابعیته نوماندان وزیرانو د تایید او یا رد صلاحیت ولسي جرګې ته سپارلی دی.
دده په وینا، د ولسي جرګې د کورنیو دندو اصولو د هغو کسانو لپاره چې دوه او یا څو تابعیونه لري یو میکانیزم هم مشخص کړی او ټینګار یې کړی چې هغه مهال دوه تابعیته او څو تابعیته کسانو ته د رایو ورکولو صندوق کېښودل کېږي چې یاد کس له افغانستان پرته له نورو تابیعتونو تېر شي او رسمي اسناد یې د دویم هېواد د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تایید سره د جرګې په واک کې ورکړي.
ده زیاته کړه، دې ته په پام سره چې د مخکني حکومت په کابینه کې یوشمېر دوه تابعیته وزیرانو د خپل دویم تابعیت د پرېښودو اسناد ولسي جرګې ته وسپارل، خو یوشمېرو یې د خپل ماموریت له بشپړېدو وروسته دویم ځل همغه هېوادونو ته ولاړل او د یوشمېر دوه تابعیته وزیرانو کړنو او د مالي فساد په لویو دوسیو کې د دوی د لاس لرلو په اړه تورونو ته په پام سره اړتیا ده چې ولسي جرګه په دې برخه کې محتاطانه عمل وکړي.
login or register a new account.