فېروز کوه (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): هغه مېرمن چې څلور ورځې مخکې یې خپل خاوند د غور په فېروز کوه ښار کې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړ، له حکومت او طالبانو غواړي چې سوله وکړي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د تلې په ۲۷مه د غور مرکز فېروزکوه ښار کې د امنیې قوماندانۍ قروال ته څېرمه د ښځو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې ته چاودنه وشوه چې ۱۶ کسان په کې ووژل شول او ۱۵۵ نور ټپیان شول.
د یادونې ده چې د دغې پېښې ډېری قربانیان ملکي وګړي وو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.
یوه ځوانه ښځه سیما چې په دغه پېښه کې یې خپل خاوند له لاسه ورکړی، په چیغو او فرياد سره وایي چې څه ډول د خپلو څلورو ماشومانو سرپرستي وکړي.
هغه چې د خپل مېړه د مړینې پر مهال په ښه روحي وضعیت کې نه وه، په یوه مرکه کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خاوند له شتون پرته ورته د ژوند چارې ستونزمنې شوې دي.
هغې زیاته کړه: «له حکومت او طالبانو غواړم چې سوله وکړي، څو نور کسان له لاسه ورنه کړل شي؛ موږ یې تباه او در په دره کړو، نور مه کوئ، هغوی هم [طالبان] کور، ښځې او اولادونه لري، خپلو کورونو ته دې لاړ شي د نورو ښځې او اولادونه مه کونډې او یتیمان کوئ.»
نوموړې حکومت او طالبانو ته په خطاب کې وویل چې هيڅ یو د جګړې ګټونکی نه دی، جګړه له بربادۍ او تباهۍ پرته بل څه نه رامنځته کوي.
عمر خوړلی او نابینا فقیراحمد چې د تلې د ۲۷ مې په پېښه کې د خپل وژل شوي ځوان زوی د قبر پر سر ناست و او ژړل یې، ووبل: «زما ځوانه زویه څنګه تر خاورو لاندې شوې؟ له سلو هیلو او ارمانونو سره، کاشکي زه یې ستا پر ځای وژلی وای.»
د نوموړي زوی یو تنکی ځوان و چې د چاودنې په ځای کې يې کار کاوه.
دغه سړي په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو ته په اشارې زیاته کړه، لومړۍ ورځ نه ده چې یو پلار خپل ځوان زوی تر خاورو لاندې کوي، د دې هېواد په هر ګوټ کې هره ورځ دغه کیسه روانه ده.
هغه چې د خپل زوی چرمي کرتۍ یې په غېږه کې نیولې وه په وار وار یې ښکلوله، چیغې یې کړې او ويې ویل: « زما یو ژوند ضایع شو او هره ورځ مو سوله ویلې، کاشکې سوله شوې وای څو خلک ارام وای؛ خو دغه انسان وژونکي سوله نه کوي، د واک په فکر کې دي او باج اخلي، کله زما او څو نورو کسانو په فکر کې دي چې د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي، را دې شي نور بس دی. تر کله به مور او پلار هغه اولادونه ويني چې په سلګونو سختیو یې لوی کړي وي او هیله لري چې هغوی د ښه ژوند خاوندان شي او دوی یې له منځه ورته وړي.»
هغه هم له طالبانو او حکومته وغوښتل چې هوکړې ته ورسیږي او سوله وکړي؛ ځکه ټول خلک له دې وضعیت څخه تنګ شوي او د ټولو خلکو زغم پای ته رسېدلی دی.
د غور د بشري حقونو کمېسیون سرپرست مبارک شاه شېرزاده وویل: «د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د دغه عمل د غندلو ترڅنګ، هغه یو غیر انساني او جنګي جنایت او له اسلامي ازښتونو او نړیوالو بشري حقونو سره يې کلک په ټکر کې بولي.»
نوموړي د دولت له وسله والو مخالفينو وعوښتل چې په بریدونو کې ملکي وګړي په نښه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه برید مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى.
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.