ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميمنې ښار کې يو ديني عالم ووژل شو

په ميمنې ښار کې يو ديني عالم ووژل شو

author avatar
23 Oct 2020 - 09:57
په ميمنې ښار کې يو ديني عالم ووژل شو
author avatar
23 Oct 2020 - 09:57

میمنه (پژواک، ۲ لړم ۹۹): يو ديني عالم مولوي شيخ رحمت الله هغه مهال نن سهار ووژل شو، چې غوښتل د ميمنې ښار د شپږمې ناحيې اړوند د قطور په سيمه کې له کور څخه جومات ته د لمانځه د ادا کولو په موخه لاړ شي.

د ميمنې ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر محمد ظاهر رحماني وايي چې مولوي رحمت الله د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې لومړى ټپي، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

هغه وويل چې تراوسه ددې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د فارياب ولايت د مقام فرهنګي مشاور وحیدالله مبارز چې د مولوي رحمت الله ګاونډى هم دى پژواک ته وويل چې پر شيخ درې مرمۍ لګېدلې وې، کله چې روغتون ته انتقال شوى، ساه يې ورکړې ده .

يوې بلې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې مولوي رحمت الله د حنفي مذهب ستر ديني عالم و او د وهابيت اوسلفيت د ترويج سخت مخالف و.

دغه عالم اووه کاله مخکې هم په يوه بريد کې ټپي شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.