هرات ښار (پژواک، ۳ لړم ۹۹): د هرات حکومتي چارواکي وایي چې طالبانو د هرات ــ کندهار پر لویه لار یو لوی پل پر بمونو الوځولی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبان تېره ورځ په زاول ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لویه لار دې "ده شفېع" پله په څلورو برخو کې څلو کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو.
د فرهاد په وینا، امنیتي ځواکونه توانېدلي د دغو ځای پر ځای شوو ماینونو درې هغه یې له منځه یوسي؛ خو پاتې یوه بل ماین مخکې له منځه وړو چاودنه وکړه او د دغه پله ډېره برخه یې ویجاړه کړې ده.
فرهاد زیاته کړه چې یاد پل د دې لارې تر ټولو مهم پل و.
له دې سره هم مهاله د هرات د والي ویاند وویل چې په هرات کې امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې تر سل کیلوګرامو ډېر چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي.
د یوه بل خبر له مخې، په هرات کې د ماین په چاودنه کې درې ماشومان ټپیان شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې دغه درې ماشومان تېره ورځ کله چې د کشک کهنه ولسوالۍ د کارېز مای په کلي کې د خپل کور پر لور روان وو، ماین چاودنه کړې او درې واړه ټپیان شوي دي.
فرهاد زیاته کړه چې دغه ماین په یاده ساحه کې تازه د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.
د هرات د والي ویاند دغه راز وویل، تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې په ماین چاودنه کې اته ماشومان ټپیان شول.
وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.