ژبه

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د امنیتي کامرو نوی سیستم فعال شو

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي کامرو نوی سیستم پرانیست.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد سیستم د المان هېواد په مرسته جوړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني د امنیتي کامرو د دغه نوي سیستم فعالول د دغه هوایي ډګر د معیاري کېدو لپاره مهم وبلل.

هغه وویل چې د یاد سیستم په فعالېدو سره به په دغه هوایي ډګر کې د مسافرو ځان او مال او د الوتنو امنیت او خوندیتوب ته پاملرنه کېږي او د نشه یي توکو د قاچاق مخه به هم ورسره ونیول شي.

login or register a new account.