ژبه

د کابل ښار د امېد ښارګوټي پر سړک چاودنې درې کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۹): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د شپږمې حوزې اړوند، د امېد سبز ښارګوټي پر سړک د یوه چسپکي ماین چاودنې درې کسان ټپیان کړي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار شاوخوا ۷:۳۵ دقیقې پر یوه پراډو موټر د ماین چاودنه وشوه.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د کابل ښار د ۱۳مې حوزې اړوند په یوه ځامرګي برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او له ۶۰ ډېر ټپیان شول.

login or register a new account.