ژبه

“نرخ کې د هوایي برید له امله درې ماشومان او دوه طالبان وژل شوي”

میدان ښار (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د سیمې خلک وایي، د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په دُراني سیمه کې د هوایي برید له امله درې ماشومان او دوه طالبان وژل شوي، خو د والي ویاند په برید کې وژل شوي پنځه واړه طالبان بولي.

د نرخ ولسوالۍ د دُراني کلي اوسېدونکي رحیم الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ماښام مهال په دغه کلي کې د هوایي برید له امله درې ماشومان او دوه طالبان ووژل شول.

د هغه په وینا، دغو ماشومانو له لسو تر ۱۵ کلونو عمرونه لرل او درې واړه د جیلاني په نوم د سیمې د یوه اوسېدونکي زامن وو.

د میدان وردګو ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک په یاد هوایي برید کې د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو وژل کېدل تاییدوي، خو وایي چې په دغه برید کې یو وسله وال طالب وژل شوی دی.

خو د دغه ولایت د والي ویاند شریف الله شریفزی بیا وایي چې په دغه هوایي برید کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز شریفزی وویل چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یو موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله یې څلور ملکي کسان وژل شوي دي. خو هوتک وایي، په دې اړه معلومات نه لري.

login or register a new account.