ژبه

کابل کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي

کابل(پژواک، ۶ لړم ۹۹): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د لسمې حوزې اړوند په سرای چُقرک سیمه کې یو چسپکي ماین چاودېدلی چې دري ملکي وکړي په کې وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې په یوه سراچه موټر کې شوې ده.

د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.