کابل (پژواک ۱۲ لړم ۹۹): پولیس وایي، د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند پر یوه هایلکس موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو نظامي منسوب او یو ملکي کس ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند په خواجه سبزپوش سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، د چاودنې په پایله کې چې پر یوه هایلکس موټر شوې، یو نظامي منسوب او یو ملکي کس ټپیان شوي دي.
د دې پېښې مسوولیت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.