ژبه

کابل ښار کې د چاودنې له امله دوه نظامي منسوبین ټپيان دې

کابل (پژواک، ۱۳لړم ۹۹): پولیس وایي، د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په تره خېلو په تنګي سیمه کې د یوه چسپکي ماین چاودنې له امله دوه نظامي منسوبین ټپيان دې .

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د تره خېلو په تنګي ساحه کې پر یوه فيلډر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

نوموړی وایي چې په دې چاودنه کې دوه نظامي منسوبین ټپيان دي .

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.