کابل (پژواک،١٨لړم ٩٩): د کابل پولیس تاییدوي چې ناپېژاندو وسله والو په کابل ښار کې یو نظامي افسر وژلی دی.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن د لړم په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه نظامي منسوب د کابل ښار د پولیسو د ۲۱ امنیتي حوزې اړوند په پلچرخي سیمه کې وژل شوی دی.
هغه وویل چې ددغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د يادې پېښې مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د نظامي او ملکي کسانو هدفي وژنو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
که څه هم د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تلې له ۲۶مې نېټې د کابل ښار د امنیت مدیریت پرغاړه اخیستی او د دغه مسوولیت له اخیستو وروسته هر سهار شپږنیمې بجې د دغه ښار د امنیت ټینګښت لپاره امنیتي ناستې ترسره کوي او خپلې پرېکړې خپروي، خو له هغه سربېره هم یاد ښار وخت ناوخته د هدفي وژنو شاهد وي.
login or register a new account.