ژبه

مسوولين: ميدان وردګو کې چاودنې اووه محصلينو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): د ميدان وردګو ولايت په مرکز کې يوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه په چاودنه کې يو محصل وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتیا رييس ډاکټر محمد سالم اصغرخېل د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې شوې ده.

دی زياتوي: «ماين مخکې له مخکې د پوهنتون مخې ته ځای پر ځای شوی و، کله چې د قوماندان غیاث په نوم د حزب اسلامي يو پخوانی قوماندان چې محصل هم و له پوهنتون څخه راوځي، چاودنه پرې کېږي چې له امله يې قوماندان وژل کيږي او شپږ نور محصلين ټپيان شوي دي.»

خو د پېښې عيني شاهد رحمت امرخېل بیا وايي چې د يادې چاودنې له امله دوه محصلين وژل شوي او تر لسو ډېر ټپيان شوي دي.

همدارنګه د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي محمد هوفياني پژواک ته وويل چې د يادې چاودنې له امله پنځه محصلين ټپيان شوي دي.

دی زياتوي، د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

د یادونې ده چې د لړم میاشتې په ۱۲ مه درېیو وسله والو کسانو پر کابل پوهنتون ډله ییز برید کړ، چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

عرفانیار

ايدېټ: زهير

بشارت

  مسوولين: ميدان وردګو کې چاودنې اووه محصلينو ته مرګ ژوبله اړولې 

login or register a new account.