ژبه

افغانستان د کرنا ویروس د خپرېدو د ستونزو له امله د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي چې کرونا ویروس د افغانستان د اقتصاد د رکود سبب شوی او د اقتصادي چارو ټکني کېدو، د کرونا ویروس دویمې څپې، د جګړو دوام او د سولې نامشخص بهیر ته په پام دغه هېواد د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال د سلواغې له میاشتې تر اوسه (د لړم تر ۲۱مې) په افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۲۶۰۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې، ۱۵۸۱ کسان مړه شوي او ۳۴۹۶۷  کسان ترې بېرته رغېدلي دي.

په ورته مهال، عامې روغتیا وزارت د وږي په میاشت کې د یوې سروې له مخې اعلان وکړ چې په افغانستان کې لس میلیون کسان پر کرونا ویرس اخته شوي دي. دغه وزارت تر هغه مهاله د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې د هېواد په روغتونو کې ۳۸ زره اعلان کړې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) نن په کابل کې«د کرونا ویروس د ناورین په ځواب کې مالي ګزینې) تر عنوان لاندې په افغانستان کې د کرونا ویروس د اقتصادي – ټولنیزو اغېزو د ارزونې ترټولو تازه یادښتونه وړاندې کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي عبدالله الدرداري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه راپور موخه د کرونا ویروس په اغېزو ښه پوهېدل او د دغې ناروغۍ ټولنیز - اقتصادي اغیزو کمولو لپاره د وړاندیزونو چمتو کول دي.

د هغه په ​​وینا، کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ لامل شوی او افغان حکومت اړ شو چې خپلې سرچینې له اوږدمهاله پراختیایي لومړیتوبونو څخه د دغه روغتیایي بحران سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي.

د نوموړي په ​​خبره، د دغې ادارې موندنې ښیې چې افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اقتصادي فعالیتونو د کمښت، په سوداګرۍ د کې اختلال او د دغه ویروس له امله په انطباق کې د کمزورۍ په خاطر د عایداتو کچه د پام وړ کمه شوې ده.

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان حکومت اړ شو چې د بودیجې په بیاکتنه کې، د نیمایي کال د بودجې د څېړلو په جریان کې د عوایدو اټکل له ۲۰۹ میلیارد افغانیو ۱۴۴ میلیارد افغانیو ته را ټیټ کړي.

هغه همداراز وویل چې د افغان حکومت باید خصوصي سکتور ته زیاته پاملرنه وکړي؛ څو په راتلونکو کلونو کې د هېواد عایدات لوړ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي رامز الاکبرو دستیار هم په دغه پروګرام کې وویل: «د اقتصادي چارو ټکني کېدو،، د کرونا ویروس دویمې څپې، د جګړو دوام او د سولې نامشخص بهیر او سیاسي فضا ته په پام، افغانستان مالي کسر ته د رسېدو او د اساسي خدماتو د لګښتونو د اوسنۍ کچې د ساتلو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.»

د هغه په ​​خبره، اضافي مالي مرسته باید د کار او کسب د ښه توب لپاره د اصلاحاتو راوستلو، د حکومتولۍ د ښه کېدو، هڅونې او پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړي کولو لپاره وکارول شوي.

سرچینې زیاته کړه چې د افغانستان حکومت باید په لنډ ممکن وخت کې، د یاد وېروس سمدستي مالي اغېزې په ګوته کړي او د منځنۍ او اوږدې مودې لپاره د افغانستان د دوامداره موخو په لاسته راوړنو کې د یاد وېروس د منفي اغېزو مخه ونیسي.

login or register a new account.