ژبه

​کابل ښار کې په دوو جلا پېښو کې څلور امنیتي منسوبین وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): پولیس وايي چې د کابل ښار د اتمې او یوولسمې ناحیو مربوطاتو کې څلور پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د لړم په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې د یوولسمې ناحیې اړوند د لب جر په ساحه کې پر یوه رینجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې په پایله کې یې دوه امنیتي منسوبين وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د هغه په خبره چې پولیس ساحې ته تللي او په دې تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

فرامرز دغه راز وویل چې د سې شنبې مازدیګر د کابل ښار په اتمه حوزه کې د وسله والو کسانو له خوا دوه امنیتي سرتېري پر ډزو وژل شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د دې پېښو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. 

login or register a new account.