ژبه

د بلخ د سرحدي لوا د درېيم کنډک قوماندان ووژل شو

مزارشریف (پژواک، ٢٤ لړم ۹۹): په بلخ ولايت کې د سرحدي لوا د درېیم کنډک د قوماندان په ګډون درې کسان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنيف رضایي د لړم په ٢٤مه  پژواک ته وویل چې بلخ کې د سرحدي لوا د درېیم کنډک قوماندان جګړن نعیم پیکار له دوو نورو امنیتي منسوبینو سره يو ځاى د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

هغه زیاته کړه چې دغه پېښه تېره شپه د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د رضایي په خبره، جګړن نعیم پیکار له خپلو دوو نورو ملګرو سره هغه مهال ووژل شو، چې هاموې ټانګ باندې یې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.

د شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول زیاتوي چې د سرحدي لوا د درېیم کنډک قوماندان د هغو سرتېرو مرستې ته ور روان و چې په یاده ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه بوخت وو.

رضایي په یاده پېښه کې د یوه بل امنیتي منسوب د ټپي کېدو خبره هم کوي.

د يادې پېښې مسووليت تراوسه د دولت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.  

login or register a new account.