ژبه

په روانه اوونۍ کې د پاکستان لومړى وزير کابل ته راځي

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٩): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د پاکستان لومړى وزير عمران خان افغانستان ته په سفر راځي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد د لړم په ٢٤مه رسنيو ته وويل چې د ولسمشر غني په بلنه د روانې اوونۍ په اوږدو کې د پاکستان لومړى وزير عمران خان کابل ته راځي.

ده وويل چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو مشران د افغانستان د سولې پروسې ترڅنګ د امنيتي، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په اړه خبرې اترې وکړي.

يو شمېر نورې سرچينې وايي چې عمران خان به د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ (د ١٩ نوامبر) د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

ويل کيږي چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادنو مشران د افغان سولې پروسې اړوند ډېرې خبرې وکړي، ځکه د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم بلل کيږي او بل لورته افغان او امريکايي چارواکي ادعا کوي چې پاکستان پر طالبانو پوره اغېز لري.

د يادونې ده چې له لومړي وزير کېدو وروسته دا لومړى ځل دى چې عمران خان کابل ته په سفر راځي.

login or register a new account.