ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان کابل ته د سفر پر مهال د سولې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

عمران خان کابل ته د سفر پر مهال د سولې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

author avatar
19 Nov 2020 - 16:13
عمران خان کابل ته د سفر پر مهال د سولې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ
author avatar
19 Nov 2020 - 16:13

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): د پاکستان لومړى وزیر عمران خان وايي، د افغانستان سولې پروسه کې به خپله ممکنه هڅه وکړي، ترڅو په دغه هېواد کې تاوتریخوالی کم شي او اوربند ته لاره هواره شي.

عمران خان د لړم په ٢٩مه، د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه نن غرمه کابل ته راغى او له هغه سره تر ليدنې وروسته دواړو مشرانو په يوه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ګډې خبري ناستې ته وویل، عمران خان کابل ته په داسې حال کې سفر کړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

دی وايي، افغانستان کې تاوتریخوالی د اوسني وخت حالاتو ته ځواب نه دی او پاکستان دې په دغې برخه کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان باید یو او بل ته درناوی وکړي او یوه ګډ تفاهم ته باید ورسېږي ترڅو د سولې په پروسه کې هڅې لا زیاتې شي.

ولسمشر غني زیاتوِي:"افغانستان د ټولشموله اوربند په هڅه کې دی او نور تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی... د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مرستو یوه ګډ لید ته رسېدل مهم دي."

د پاکستان لومړي وزير عمران خان دغې ګډې خبري ناستې ته وویل چې کابل ته یې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې او اړیکو ټینګېدو لپاره کړی دی.

دی وايي:"پاکستان غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او د سولې خبرو اترو لپاره د ډاډ وړ هڅې تر سره کړي، ځکه له جنګ او تاوتریخوالي ډیورنډ فرضي کرښې ته دواړه خواوې اغېزمنې شوي."

هغه زیاته کړه چې پاکستان د جګړو پای ته رسېدو په موخه افغانستان کې سوله غواړي او خپله ټوله ممکنه هڅه به وکړي ترڅو تاوتریخوالی کم شي او اوربند ته لاره هواره شي.

عمران خان زیاتوِي، افغانستان او پاکستان دواړه باید طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږي.

د پاکستان لومړي وزير عمران سره په دې سفر کې د دغه هېواد د استخباراتي ادارې اى اېس اى مشر جنرال حميد، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړى استازى محمد صادق، د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار رزاق داوود او يو شمېر نور چارواکو ملتيا کوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.