ژبه

په کندهار کې د امنیتي ځواکونو هڅونې او ملاتړ لپاره غونډه جوړه شوه

کندهار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): کندهار کې د سیمه ییزو ادارو د ملاتړ ادارې له خوا نن د امنیتي ځواکونو د هڅونې او ملاتړ په موخه د "زما سرتېری، زما اتل" په نوم یوه غونډه جوړه شوې وه.

یاده غونډه د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د دې ولایت سلګونو سرتېرو او چارواکو په کې ګډون کړی وو.

غونډې ته د سیمه ییزو ادارو د ملاتړ ادارې استازي محمد حسن عاکف وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه د نظام ستنې دي چې ملاتړ یې د ټول ولس مکلفیت دی.

دی، امنیتي ځواکونه په بې سارې سرښندنې هڅه کوي د خلکو ژوند وژغوري او هغوی ته د ارام ژوند شرایط برابر کړي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ډګروال محمد عارف یوسفي نننۍ غونډې ته وویل چې امنیتي سرتېري د همدې هېواد د خلکو اولادونه دي او د هغوی د امنیت لپاره قرباني ورکوي.

دی وايي:"هغوی چې د دغه ځواک پر وړاندې د جهاد په نوم جنګېږي تېروتلي دي او د پردیو د لاس اله جوړ شوي دي."

هغه د کندهار په ارغنداب، میوند، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې د وسله والو د بریدونو او جګړو یادونه وکړه چې امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې درېدلي دي‎.

ده ټینګار وکړ چې سوله او ثبات د افغانانو یوازینۍ هیله ده او امنیتي ځواکونه دغې هیلې ته په رسېدو کې مخکښ دي.

غونډې ته ځینو سرتېرو هم ویناوې وکړې او هغوی ژمنې وکړې چې د خپل هېواد او د خپلو هېوادوالو د ارام ژوند او هوساینې لپاره هر راز قربانیو ته چمتو دي.

د نصیر احمد په نوم یوه سرتېري وویل، ده ته د ویاړ ځای دی چې د هېواد او خلکو لپاره خدمت کوي او هغوی ورڅخه ملاتړ کوي.

ده وايي، دغسې غونډې او ستاینې د سرتېرو د مورال په لوړولو کې مهمه ونډه لري.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د سرتېرو د تفریح په موخه شعرونه، ملي ترانې او تمثیلي ټوټې هم وړاندې شوې او هغو سرتېرو ته چې وړتیاوې یې ښودلې وې ستایلیکونه ورکړل شول.

login or register a new account.