ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او پاکستان د سولې پر وړاندې د خنډ جوړوونکو پرضد ګډې هڅې کوي

افغانستان او پاکستان د سولې پر وړاندې د خنډ جوړوونکو پرضد ګډې هڅې کوي

author avatar
20 Nov 2020 - 11:38
افغانستان او پاکستان د سولې پر وړاندې د خنډ جوړوونکو پرضد ګډې هڅې کوي
author avatar
20 Nov 2020 - 11:38

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۹۹): افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د سولې ټینګښت، اقتصادي پرمختیا او د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړوونکو د مخنیوي لپاره ګډ کار کوي او د افغان کډوالو راستنېدو ته پلان جوړوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ د هغه هېواد د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د یوه ورځني سفر لپاره کابل ته راغی. هغه کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه سفر پر مهال افغان او پاکستاني چارواکو "د دواړو هېوادونو او سیمې د سولې او ثبات ملاتړ لپاره پر ګډ لرلید" هوکړه وکړه.

سرچینه لیکي چې دغه هوکړه به د سولې، امنیت او د دواړو هېوادونو د خلکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي.

 

د دغې هوکړې په سند کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی، دواړه لوري د سولې تینګښت، اقتصادي پرمختیا، د افغان کډوالو راستنېدو او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو برخه کې ګډې همکارۍ ته ژمن دي.

په هوکړه کې راغلي چې د دواړه لوريو تر منځ اړیکې به پر روڼتیا او د یو بل ملي حاکمیت ته په درناوي ولاړې وي او له نورو هېوادونو سره د افغانستان همغږي او د ملګرتیا اړيکې به کوم ګواښ نه پېښوي.

په هوکړه کې راغلي چې دواړو هېوادونه به د سوداګرۍ، حکومتي ادارو او دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي.

په دغه سند کې د پرېکړو د پلي کېدو لپاره مهالوېش هم په پام کې نیول شوی دی.

دغه راز دواړه غاړې سلا شوې چې د ډسمبر تر ۱۵ مې به د سولې پر وړاندې د خنډ جوړوونکو پرضد د همکارۍ او د هغوی د ارزونې او پېژندنې لپاره ګډې استخباراتي کړنې تر سره کوي.

دواړو لوریو د کډوالو د ستونزې پر حل ټینګار کړی او سره سلا شوي چې د نوي میلادي کال تر پیله به د افغان کډوالو راستنېدو لپاره  یو ګډ پلان جوړوي.

په هوکړه کې د همکاریو د دوام لپاره د یو بل هېوادونو ته د مشرانو پر سفرونو ټینګار شوى او ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکي میلادي کال کې پاکستان ته سفر کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.