کابل (پژواک ۱۸ لیندۍ ۹۹): د کابینې ځانګړې غونډې د دولتي شرکتونو د یو شمېر اساسنامو طرحه د دولتي تصدیو له حقوقي شخصیت څخه پر دولتي شرکتونو د یو لړ تغییراتو په راتلو سره تصویب کړه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې د غړو او د هیواد د والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې ځانګړې غونډې د دولتي شرکتونو پر اساسنامو بحث وکړ.
سرچينه زياتوي، په دغه غونډه کې چې نن په ارګ وشوه، په پیل کې د دولتي شرکتونو د یو شمېر اساسنامو طرحه د دولتي تصدیو له حقوقي شخصیت څخه پر دولتي شرکتونو د یو لړ تغییراتو په راتلو سره تصویب شوه.
وروسته کابینې د کرونا ویروس ضد مبارزې په خاطر د ژغورنې بین المللي کمېټې (IRC) د ۲ میلیون یورو او د لوږې ضد مجادلې موسسې (AAH) د (۱،۳۵) میلیون امریکایي ډالرو مرستو د منظورۍ په موخه د اقتصاد وزارت غوښتنې، تصویب کړې.
په همدې ترتیب د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د ژغورنې بین المللي کمېټې (IRC) د (۹۳۴) زره یورو مرستې د منظورۍ په موخه د اقتصاد وزارت غوښتنه هم تصویب کړه.
د کابینې په دغه ځانګړې غونډه کې د مالیې وزارت پر غوښتنه د یوه کال لپاره د یکاولنګ نه تر دره صوف پورې سړک ساختماني پروژې د وسایطو او وسایلو د نیټې غځول او په روان ۱۳۹۹ کال کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله مالیه ورکوونکو ته د مالیاتي او ګمرکي جرمونو معافیت هم تصویب شو.