ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د کندهار او هلمند چارواکي دې د خلکو د امنیت ښه خوندیتوب لپاره له قومونو سره له نږدې کار وکړي

غني: د کندهار او هلمند چارواکي دې د خلکو د امنیت ښه خوندیتوب لپاره له قومونو سره له نږدې کار وکړي

author avatar
9 Dec 2020 - 18:44
غني: د کندهار او هلمند چارواکي دې د خلکو د امنیت ښه خوندیتوب لپاره له قومونو سره له نږدې کار وکړي
author avatar
9 Dec 2020 - 18:44

کابل (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۹): ولسمشر غني د کندهار او  هلمند والیانو او نورو ملکي او پوځي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د امنیت ښه خوندیتوب په موخه له بېلابېلو قومونو سره له نږدې کار وکړي او هغوی لا زیات بسیج کړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.

سرچينه زیاتوي، لومړی ولسمشر غني وویل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني د هېواد، خلکو او راتلونکو نسلونو د ساتنې لپاره ده، ترڅو هغوی په ارامه او باوري فضا کې ژوند وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په نننۍ ناسته کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د ګواښونو د کچې او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د بریدونو په اړه خپل راپورونه او د هغوی د دفع او خنثی کولو لپاره د امنیتي اودفاعي ارګانونو برنامې وړاندې کړې.

سرچینه زياتوي، وروسته د لویو لارو د امنیتي تدابیرو په اړه چې د طالبانو له لوري په کې مسافرین ګواښل کېږي، د یو شمېر لویو لارو په ځانګړي ډول د کابل ـ کندهار او د هېواد شمال کې د لویو لارو د پاکولو چې طالبان په کې اخاذي او ماینونو ته چاودنه ورکوي، بحث وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې امنیتي او دفاعي چارواکو د کندهار او هلمند ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور ورکړ، وې ویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د پلانونو او بریدونو د دفع او خنثی کولو لپاره هڅه کوي.

ولسمشر غني د یادو ولایتونو والیانو او نورو ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د امنیت ښه تامین لپاره له مختلفو قومونو سره له نږدې کار وکړي او هغوی لا زیات بسیج کړي.

سرچينه زیاتوي: «دې ته په پام چې د طالبانو له لوري د سړک غاړې ماینونو څخه استفاده او هدفي بریدونه د ملکي تلفاتو مهم عوامل دي، د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دښمن د دغو چلونو د مخنیوي په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، په ټولو کچو په ځانګړي ډول په ټیټو کچو دې په تاکتیکي او اوپراتیفي برخو کې لا زیاته همغږي رامنځته او د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې دې د اصلاحاتو او پیاوړتیا اجنډا په جدي ډول عملي شي.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې له هېواد او خلکو څخه د دفاع لپاره هره شېبه خدمت ته تیار دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.