ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر پښه معلول خلیل: سوله مې ارمان دی، څو بل څوک زما په څېر نيمګړى نه شي

پر پښه معلول خلیل: سوله مې ارمان دی، څو بل څوک زما په څېر نيمګړى نه شي

author avatar
13 Dec 2020 - 17:14
پر پښه معلول خلیل: سوله مې ارمان دی، څو بل څوک زما په څېر نيمګړى نه شي
author avatar
13 Dec 2020 - 17:14

ګردېز (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۹): د ماين په چاودنه کې پر پښه معلول د پکتيا یو اوسېدنکى وايي چې معلوليت محدوديت نه دی، خو سوله يې ځکه ارمان ده څو بل څوک د ده په شان معلول او نيمګړى نه شي.

دغه کس ٥٥ کلن خليل دى چې د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکى او دا مهال د بزګرۍ او بڼوالۍ ترڅنګ په غره کې تيږې هم ماتوي.

له هغه سره چې پر خپلو دوو لکړو سربېره کلنګ او بېلچه هم ایښي وو، وویل، ځيني وخت له غره د تيږو راوړو لپاره ورسره لوی جبل، د تيږو لګولو لپاره متر، کرنډۍ او د ځينو نورو کارونو اړوند لوازم هم وي.

خليل له پژواک سره په خبرو کې يې وويل چې کلونه وړاندې يې د ماين په چاودنه کې يوه پښه له زنګانه پورته پرې شوې ده.

دى زياتوي: “معلوليت محدوديت نه دی، خو سوله مې ځکه ارمان ده څو بل څوک زما په شان نيمګړى نه شي.”

خليل وايي، په لومړيو کې ورته ډېره ستونزمنه وه چې کار وکړي، خو په خبره يې بېوزلي او د کورنۍ اړتياوو اړ کړ چې د ژوند بار ته اوږه ورکړي.

هغه وويل: “بوټي مې کرل، بيا مې يوه ورځ مزدوري شروع کړه، تيږې لګول، خټې کول، له غره تيږې راوړل، دهقاني کول او په باغ کې کارونه کول؛ دا ټول مې کړي او اوس هم لګيا يم.”

خليل چې خپله مصنوعې پښه او لکړې پر ځمکه اېښې او په بټي يې کار کاوه وويل، غواړي چې اولادونه يې د بل چا محتاج او د ده په څېر په ستونزو کې نه وي او د دې لپاره په خپلو دوه لوڼو او درې زامنو تعليم کوي او د ديني درس لپاره يې هم د مياشتې ۵۰۰ افغانۍ ورکوي.

خليل اوس له پنځو کلونو راهيسې په کلي کې د خپلو کاکا زامنو د مڼو بڼ ساتنه او پالنه کوي او وايي تېر کال يې له دغه بڼ څخه شاوخوا ۱۱ ټنه مڼې او تر ونو لاندې له کرلو بوټو نږدې ۶۰۰ منه کچالو او شاوخوا ۲۰۰ منه لوبيا ترلاسه کړي چې لس سلنه يې ده ته ورکوي.

د دغه ۱۸ جريبه بڼ ساحې ور ښودو پر مهال د يوې پولې پر څنډه ودرېد او ويې ويل، کله چې په کليو کې ځوانان په بېځايه وخت تېرولو ويني، خپه کېږي او زياتوي که هر څوک تر خپله وسه کار وکړي، هم به د ژوند لپاره يو څه ترلاسه کړي او هم به ټولنيزې ستونزې راکمې شي.

ده معلولينو ته په خطاب کې وويل: “زه هغو ځوانانو ته چې معلول دي، وايم چې معلوليت دا معنی نه لري چې نور به ژوند نه وي، تکړه شئ، له ما به ډېر مانده نه يئ؛ زه سپين ږيری يم، خو لګيا يم کار کوم او هغه ځوانان چې جوړ دي، هغوی تر موږ زيات او ښه کارونه کولای شي.”

خليل وايي مصنوعي پښه ورته جوړه شوې، خو دا چې ټوله ورځ په متحرک کار لګيا وي، نو هغه پښه کار نه ورکوي.

له مسوولینو، دولتي او غير دولتي ادارو ګيله لري چې نه يوازې د يو مناسب کار زمينه يې نه ده ورته برابره کړې، بلکې د معلولينو ادارې له خوا ترې د ۵۰۰۰ افغانۍ رشوت اخيستو غوښتنه هم شوې.

ده له حکومت او طالبانو نه غوښتنه وکړه چې له شخصي ګټو تېر شي، په هېواد د سولې او اوربند لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د خليل يو خپلوان عبدالله مخلص وايي چې خليل د دوی په خپلوانو او سيمه کې د کار او همت سمبول ګرځېدلی او ډېر خلک يې د دومره زيات کار په ليدو حيرانېږي.

مخلص پژواک ته وويل: “موږ چې کله خليل راياودو په ځان کې يو ډول انګېزه او تحرک احساسوو، دی دومره کار کوي چې ډېر وخت يې پنځه روغ کسان هم نه شي ورسره کولای. په خپله يې ځان ته کور جوړ کړ او د ټول کور مصرف له کلونو پر غاړه لري.”

د خليل په اړه د پکتيا د معلولينو او معيبونو چارو امر بختيار ځاځي پژواک ته وويل چې د افغانستان له قوانينو او اصولو سره سم دوى له ټولو معلولينو او معيوبينو سره مرستې کوي.

هغه دا هم وويل چې په دې اداره کې يې تر ډېره د فساد مخه نيولې او په شرایطو برابر ټول کسان خپل امتيازات په نوبت ترلاسه کوي.

که څه هم د معلولينو او معيوبينو د ژوند ښه کولو او په ټولنه کې د ټولنيز او اقتصادي ادغام لپاره بېلابېلې موسـسې هم کار کوي خو تر اوسه هېڅ بنسټ خليل ته د مناسب کار يا نور اړين امکانات نه دي برابر کړي.

په اړه د معلولينو او شهيدانو په چارو کې دولت وزارت وياند ضياالحق فضلي پژواک ته وويل چې حکومت په ټول هېواد کې د معلولينو لپاره په بېلابېلو برخو کې د کارکولو زمينه برابره کړې ده.

هغه وايي: ” موږ دوى ته کلني حقوق ورکوو، هرکال له نهو سوو نه تر زرو پورې سکالرشيپونه ورکول کيږي، د بېلابېلو  بنسټونو له لوري هره مياشت له درې-څلور سوو پورې معلولينو سره د خوارکي او نورو توکو مرستې کيږي، په سنا کې دوه انتصابي سناتوران لري او د نورو مرستو لپاره هم ورته زمينه برابرو.”

د ياد وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې نږدې يو ميليون معلول کسان دي چې يو برخه يې د کورنيو جګړو له امله او پاتې نور يې طبعيي معلول شوي دي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.