پلخمري (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٩): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ماين چاودنې له امله د ملکي وګړو په ګډون درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د بغلان مرستيال والي ذبيح الله احساس د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پلخمري ښار په مرکزي سيمه کې د پوليسو پر يوه رینجر موټر د چسپکي ماين چاودونه وشوه.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د لومړۍ حوزې مرستيال امين اکاخېل په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
د احساس په وينا، د اکاخېل روغتيايي وضعيت ښه دى خو د څو نورو کسانو وضعيت ښه نه و چې د درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شول.
په دې اړه د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ پژواک ته وويل چې د تېرې شپې له چاودنې دوه جسدونه او شپږ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
ده زياته کړه چې يوه کس د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او پنځه نور د درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شول.
د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت هم وايي چې په ياده پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.