ژبه

تازه خبرونه
د کابل په دوو جلا پېښو کې د ملي اردو دوه سرتېري او يو ملکي وګړی ووژل شول

کابل (پژواک ۲ سلواغه ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په دوو جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت وياند طارق ارین وایي چې دغه چاودنه نن ماښام شپږ بجې د شپږمې ناحيې اړوند د دارالامان په سه راهي کې په يوه شخصي کرولا موټر کې د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

پرون مازیګر هم د شپږمې ناحيې اړوند د چهارقلعه چهاردهي سيمه کې په کرولا موټر کې د ماين چاودنې له امله يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي وو.

له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې نن په کابل ښار کې د ملي اردو منسوبين وژل شوي دي.

د ده په وينا، دغه پېښه نن ماښام شپږ نيمې بجې د پنځمې امنيتي حوزې د ميرويس ميدان (کوټه سنګي) د آریانا کابل هوټل سره په څنګ کې د ملي اردو پر رينجر د ډزو له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د ملي اردو موتر هم يو څه زیانمن شوی دی.

د دې پېښو مسوولیت تراوسه پورې چا نه دی منلی.