ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د اقتصاد رییس د فساد او غفلت په تور څارنوالۍ ته معرفي شو

د کندهار د اقتصاد رییس د فساد او غفلت په تور څارنوالۍ ته معرفي شو

author avatar
24 Feb 2021 - 17:53
د کندهار د اقتصاد رییس د فساد او غفلت په تور څارنوالۍ ته معرفي شو
author avatar
24 Feb 2021 - 17:53

کندهار (پژواک، ۶ کب ۹۹): د کندهار والي په یوه تازه اقدام کې د دې ولایت د اقتصاد رییس ګل محمد ارین د فساد او غفلت په تور څارنوالۍ ته ور و پېژانده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبری اژانس ته وویل، ولایتي ادارې د ټولو دولتي ریاستونو او ادارو ارزونه پیل کړې او دغه ګام د فساد د مخنیوي په موخه اخیستل شوی دی.

په خپله د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، له فساد سره د مبارزې د لومړني اقدام په توګه یې د دې ولایت د اقتصاد رییس ګل محمد ارین د فساد، غفلت او وظیفوي تداخل په تور څارنوالۍ ته ور پېژندلی څو د خپلو کړنو حساب ورکړي.

هغه زیاته کړه، له فساد سره مبارزه خپل کاري لومړیتوب ګڼي او جدي هڅې يې پيل کړي څو هغه اشخاص په نښه او د خپلو کړنو سزا وګوري چې د ولس حق یې تر پښو لاندې کړی وي.

والي پر خلکو غږ وکړ چې که څوک د اقتصاد پر رییس او یا نورو چارواکو د فساد او ورته نورو مواردو ادعا لري، نو له کره ثبوتونو سره دې ولایتي ادارې یا څارنوالۍ ته مراجعه وکړي.

د کندهار د اقتصاد رییس له هغه وروسته څارنوالۍ ته معرفي کېږي چې څو ورځې وړاندې د باران په نوم د یوې روغتیايي موسسې مسوولینو د کندهار له والي سره په یوې لیدنې کې ادعا کړې وه چې د اقتصاد رییس ورڅخه ناقانونه غوښتنې کړې وې.

د یادې شوې موسسې مسوولینو ویلي وو چې د څو پروژو اسناد یې د همغږۍ په موخه اقتصاد ریاست ته سپارلي وو چې په دې لړ کې د اقتصاد رییس د ۹ پروژو اسناد ضبط کړي وو او د بېرته سپارلو په بدل کې یې ورڅخه یو شمېر ناقانونه غوښتنې لرلې.

په دې ناسته کې د اقتصاد رییس ګل محمد ارین ویلي و چې نادولتي موسسې مکلفې دي چې په هرو شپږو میاشتو کې د خپلو فعالیتونو راپور له اړوندو اسنادو سره له اقتصاد ریاست سره شریک کړي.

د ده په خبره، باران موسسې د یو شمېر پروژو اسناد دوی ته سپارلي وو خو د دغې موسسې ۹ پروژې له اقتصاد ریاست سره هیڅ ثبت شوې نه دي.

هغه مهال د دواړو لورو د ادعاوو تر اورېدو وروسته د کندهار والي د ولایت مقام سکتوري رییس او د اقتصاد رییس په وظیفوي تداخل تورن کړي وو او ویلي یې وو چې د دوی د برخلیک په اړه به ژر پرېکړه وکړي.

که څه هم د اقتصاد رییس څارنوالۍ ته معرفي شوی، خو د سکتوري رییس په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

د کندهار والي روح الله خانزاده چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی، تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازی و.

نوموړي د دندې پيلولو پر مهال ویلي وو چې په کندهار کې به ژور اصلاحات راولي او د فساد او فساد کوونکو مخه به نیسي.

 

Visits: 343

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.