ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “ځوانانو پر دوکه کولو” تورن شرکت له جواز پرته فعاليت ته دوام ورکوي

د “ځوانانو پر دوکه کولو” تورن شرکت له جواز پرته فعاليت ته دوام ورکوي

author avatar
12 Mar 2021 - 08:57
د “ځوانانو پر دوکه کولو” تورن شرکت له جواز پرته فعاليت ته دوام ورکوي
author avatar
12 Mar 2021 - 08:57

کابل (پژواک، ۲۲ کب ٩٩): د پژواک موندنې ښيي، د کیونېټ (QNET) په نامه هغه شرکت چې تېر کار د ځوانانو پر دوکه کولو او کاري جواز نه لرلو له امله تېر کال د کورنۍ چارو وزارت له خوا منعه شوی و او کارکوونکي یې نیول شوي وو، اوس هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د کیونېټ (QNET) شبکې د بازارموندنې نړیوال شرکت په ۱۹۹۸ کال کې په هانګ کانګ کې جوړ شوی او بنسټ اېښودونکی یې مالیزیايی سوداګر دی؛ د ډېرو محصولاتو د پلور په برخه کې فعال دی او د بېلابېلو محصولاتو، سفري اسانتیاوو، روغتیا، جواهرات او برڼد ساعتونه، شخصي مراقبتونه او د طبي سینګار، ټکنالوجۍ او انرژۍ لوازمو د پلور په برخه کې فعالیت کوي.

دغه شرکت په ځینو هېوادونو کې په قانوني ډول فعالیت کوي خو په یو شمېر نورو لکه ایران کې ناقانونه اعلان شوی دی.

د یوه راپور له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په میاشت کې ویلي وو، د یاد شرکت ۲۵ کارکوونکي یې د «څه ډول ډېرې پیسې ترلاسه کړئ؟» تر شعار لاندې د ځوانانو دوکه کولو په تور نیولي او د دغه شرکت اسناد او وسایل یې هم ضبط کړي وو.

خو د پژواک موندنې ښيي چې دغه شرکت سربېره پر دې چې د افغانستان په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې نه دی راجستر، خو مرکزي دفتر یې د کابل په نوي ښار او سیمه ییز دفترونه یې د کابل ښار په نورو برخو کې فعالیت لري او هره ورځ ځیني بې دندې ځوانان به دې تمه چې د کار څښتنان شي او په لږه موده کې ډېرې پیسې ترلاسه کړي، یاد شرکت ته مراجعه کوي.

ځينو ځوانانو پژواک ته ویلي چې د کار او پیسو پیدا کولو په تمه یاد شرکت ته ورغلي، خو د حق العضویت په نوم د پیسو تر ورکولو او یو څه وخت تېرولو وروسته پوهېدلي چې دغه شرکت دوکه ورکوونکی دی او موخه یې د ځوانانو دوکه کول او د پیسو ترلاسه کول دي.

د کیونېټ شرکت د دفتر له دننه د پژواک خبریال د سترګو لیدلی حال:

د پژواک خبریال د یادې څېړنې په دوام د کابل په دشت برچي سیمه کې د دغه شرکت یوې سیمه ییزې څانګې ته ورغلی دی.

د کیونېټ شرکت دغه سیمه ییزه څانګه د یوې څلور پوړه سوداګریزې ودانۍ په درېیم پوړ کې فعالیت لري، درېیم پوړ یې نارینه وو او څلور پوړ یې ښځینه وو ته ځانګړی کړی دی.

په دې ودانۍ کې د کیونېټ شرکت پر څانګه سربېره د «ډاکتر محمد جاوېد کریمي» درملتون او د «اریا ګروپ د انجنیري او زده کړو خدمات» هم فعالیت لري، خو په یاده ودانۍ کې داسې هېڅ تابلو نشته چې څرګنده کړي د کیونېټ سیمه ییز دفتر په کې فعالیت کوي.

د یاد درملتون یوه کارکوونکي او په دې سیمه کې یوه دوکاندار پژواک ته وویل، په دغه سوداګریز مرکز کې یو شرکت فعالیت کوي خو د نوم او فعالیت په اړه یې نه پوهېږي.

د دې څانګې د انتظار په صالون کې څلور کسان (درې نجونې او یو هلک) چې په کیونېټ شرکت کې د ګډون لپاره تازه راغلي وو، لیدل کېدل، خو د کیونېټ شرکت د زده کړو په خونه کې ۱۰ کسان چې ډېری یې د ولایتونو اوسېدونکي وو، پر زده کړو بوخت وو.

د یاد دفتر مسوول محمدقاسم په داسې حال کې چې له مراجعینو سره یې خبرې کولې او د شبکه یي بازار موندنې په برخه کې یې د دغه شرکت د فعالیت په اړه معلومات ورکول، نوو راغلو مراجعینو ته د شرکت، د یاد شرکت د فعالیت او د غړیتوب ترلاسه کولو په اړه معلومات ورکول.

هغه وویل، “کيونېټ” شرکت د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۲۰۰ څانګو پر درلودو سربېره په هرات ولایت کې هم څانګه لري.

د هغه په خبره، “کيوڼېټ” د کیو ای نړیوال شرکت غړی دی چې په ۱۹۹۸ کال کې یې د چین په هانګ کانګ ښار کې فعالیت پیل کړ او په اسیا کې تر پراختیا وروسته په نړۍ کې په ډېرو سترو شرکتونو او په نېټورک مارکېټينګ بدل شو، اوس مهال په بېلابېلو هېوادونو کې تر ۲۵ ډېر شرکتونه له ځان سره لري.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې د یاد شرکت غړیتوب ترلاسه کوي، د دوی د انتخاب له مخې په سیاحتي، ښوونیزو، د سینګار وسایلو او لاسي ساعتونو اخیستو په برخه کې یوه اوونۍ زده کړې ورکول کېږي، وروسته په عملي بڼه کار پیلوي؛ یعنې د شرکت غړي د بازارموندنې دې بستو ته نوي او د باور وړ غړي معرفي کوي.

نوموړي وویل: “کله چې تاسو دغه شرکت ته راغلاست او د خپلې خوښې وړاندیز مو وپېره، شرکت تاسو ته ټي سي (بانکي اکونټ) درکوي، دغه اکونټ دوه اړخه لري، ښی او کیڼ چې تاسو دغه ځای تر ټولو غوره دوست ته ورکوئ؛ یعنې باید هر کس چې غړیتوب یې ترلاسه کړ، دغه شرکت ته دوه نوي او باوري کسان معرفي کړي، دوی هم شرکت ته له راتلو وروسته د ټي سي څښتنان کېږي او ستاسو په څېر دوه ځایه ورکول کېږي.”

د هغه په خبره، هر غړی چې پر خپل ځای شرکت ته دوه کسان ور پېژني، دوی ته ۲۰۰ ډالر ورکول کېږي او دغه سیستم په همدې ډول دوام لري، تر هغو چې یاد کس مشرۍ ته ورسېږي، یعنې یو مشر باید له ۱۶ ډېر نوي کسان دغه شرکت ته معرفي کړي.

هغه زیاته کړه:”هغه کسان چې په دغه شرکت کې مشر کېږي، هره اوونۍ ورته ۶۷۰۰ ډالر او هره میاشت ورته ۲۷۲۰۰ ډالر ورکول کېږي چې دا ډېرې پیسې دي.”

په دغه شرکت کې د درس له جریانه ویډیو

دغه شرکت ته تازه راغلي کسان د پیسو پیدا کولو په تمه:

ارستا رضايي چې تازه له هرات ولایته د کار پیدا کولو په هیله کابل ته راغلې او له خپلو دوستانو سره په کابل کې په یوه کرايي اتاق کې ژوند کوي، پژواک ته وویل: “له یوه کال راهیسې د کار په لټه وم، خو کار مې پیدا نه کړ، بالاخره یوه ملګري دغه شرکت راته معرفي کړ.”

هغې په داسې حال کې چې ویل یې، د دغه شرکت زده کړې یې ترلاسه کړې او بشپړ باور پرې لري، زیاته کړه: “سیاحتي پکېج ته مې نوم لیکنه کړه او غواړم د کار ترڅنګ د دغه شرکت له سفرونو هم ګټه واخلم.”

نوموړې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دغه شرکت مراجعینو ته دوکه ورکوي، وویل: “لومړی ما هم پر شرکت باور نه درلود او فکر مې کاوه چې خلکو ته دوکه ورکوي، خو زه دلته راغلم، څو ورځې کېږي چې ما ته د نېټورک مارکیټینګ اړوند معلومات راکوي، اوس پرې بشپړ باور لرم چې خلکو ته کار کوي او هغه کسان چې دلته راځي، په راتلونکي کې لوی پانګوال کېږي.”

د هغې په خبره، کیونېټ شرکت په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې ثبت دی او افغان حکومت ته مالیه هم ورکوي.

ارستا خپلو هیلو ته د رسېدو په تمه چې لویه پانګواله شي او له بهرنیو سفرونو برخمنه شي، کیونېټ شرکت ته دوه زره امریکايي ډالر ورکړي دي.

نوموړې وویل، کیونېټ شرکت ورته ویلي چې د دوو باوري کسانو په معرفي کېدو سره به شرکت هغې ته د نورو امتیازاونو ترڅنګ ۲۰۰ امریکايي ډالر ورکوي.

ارستا زیاته کړه، د شرکت مسوولینو ورته ویلي: “هغه کس چې غواړي د کیونېټ شرکت غړیتوب ترلاسه کړي، حق لري چې تر ۱۵ ورځو خپل تصمیم ته بیاکتنه وکړي، که وغواړي کار ونه کړي، باید د پیسو له اخیستلو پرته له شرکت سره اړیکه پرې کړي.”

په ورته وخت کې د بامیانو اوسېدونکې سکینې حسیني چې د قابلګۍ له څانګې فارغه شوې، د مسلکي کار نه پیدا کېدو له امله مجبوره وه چې د کار او مصروفیت ترلاسه کولو لپاره له کیونېټ شرکت سره یو ځای شي.

هغې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې دې د یاد شرکت غړیتوب ترلاسه کړی؟ وویل:”د ډېرو پیسو ترلاسه کولو او روښانه راتلونکي لپاره دغه شرکت ته راغلم.”

سکینه چې په دغه پروګرام کې د ګډون موخه یې د پیسو پیدا کول او روښانه راتلونکی دی، پژواک ته وویل، د یوه ملګري له لارې دغه شرکت ته معرفي شوې ده. هغې زیاته کړه: “ما ته یې وویل چې یوه بهرنۍ موسسه ده، ډېر زیات عاید لري چې په لږ وخت کې پیسې پیدا کوي.”

هغه دوکه شوي کسان چې د ډېرو پیسو ترلاسه کولو پر ځای یې پیسې له لاسه ورکړې:

سهیلا کریمي چې د هرات پوهنتون د ساینس له پوهنځي فارغه شوې، پژواک ته وویل: “تېر کال مې یوه دوست راته وویل چې داسې شرکت ته دې ور پېژنم چې هم کار پیدا کړې او هم پیسې، زه چې تازه له پوهنتونه فارغه وم او د کار په لټه کې وم، په ډېر لېوالتیا او خوشالۍ مې ومنله.”

نوموړې زیاته کړه چې د ۹زره افغانۍ له ورکولو وروسته مې په هرات ولایت کې د دغه دفتر غړیتوب ترلاسه کړی دی.

هغې وویل: “کله چې شرکت ته لاړم، د فعالیت، ګډون او غړیتوب ترلاسه کولو په اړه یې زده کړې راکړې او ما ته یې وویل چې بېلابېلې بستې لري، ما داسې بسته وټاکله چې که یو کس معرفي کړم، هره ورځ به مې حساب ته شپږ ډالر او که یې معرفي نه کړم، هره ورځ به مې حساب ته درې ډالر زیاتېږي او ډېره خوشاله وم.”

نوموړې زیاته کړه: ” ما ته وویل شول، کله دې چې په حساب کې پیسې ۵۰ ډالرو ته ورسېدې، کولای شې له خپل حسابه یې واخلې، خو له بده مرغه تر څلورو میاشتو راهیسې زما حساب ته پیسې جمع نه شوې، څلور میاشتې وروسته مې ورته وویل چې زما حساب ته پیسې نه دي راغلې، پلمه یې وکړه چې سیستم خراب دی، باید اپډېټ شي، کابو څلور میاشتې نور وخت هم تېر شو او اوس چې یو کال پوره شوی، زما حساب ته پیسې نه دي راغلې، وپوهېدم چې خلک دوکه کوي.”

هغې چې اوس ځان دوکه شوې ګڼي، زیاته کړه: “هر څوک چې لومړی ځل شرکت ته ورتلل، په پیل کې یې داسې معلومات ورکوي، داسې دوکه کوونکې خبرې یې ورته کېږي او داسې مغز یې ور مینځي چې د غړیتوب له ترلاسه کولو پرته یې له شرکت څخه راوتل ناممکن دي.”

د دې په خبره، هغو کسانو ته چې د دغه شرکت غړي کېږي، د نړۍ د ډېرو شتمنو کسانو فلمونه ښکاره کوي، په پایله کې یاد کس په دغه شرکت کې د غړیتوب لپاره لېوال کېږي.

هغه چې اوس له شرکت سره هېڅ اړیکه نه لري او خپلې پیسې یې هم بېرته نه دي ترلاسه کړې، وویل، درې ټولګیوال یې هم د دې په برخلیک اخته شوي دي.

سهیلا زیاته کړه: ” یو شمېر دوستان مې تر اوسه هم په شرکت کې دي چې نه د پاتې کېدو او نه د وتلو لار لري؛ ځکه شرکت ته یې ډېرې پیسې ورکړې، دوی هڅه کوي چې د تبلیغاتو له لارې شرکت ته کسان جذب کړي څو کولای شي خپلې پیسې بېرته ترلاسه کړي.”

«کیونېټ» په افغانستان کې د فېسبوک ټولنیزې رسنۍ له لارې هم (بې دندو ځوانانو ته کاري فرصتونه) تر عنوان لاندې تبلیغات خپروي.

په ورته وخت کې سکینه مبارز هغه څوک ده چې دوه کاله مخکې یې د کابل ښار د شهید مزاري واټ په نقاش ایستګاه کې په کیونېټ نمایندګۍ کې نوم لیکنه کړې ده. هغې وویل، د باوري دوستانو له لارې دې شرکت ته معرفي شوې وه.

هغې زیاته کړه، له نوم لیکنې وروسته یې دغه شرکت ته ۱۰۰زره افغانۍ ورکړې او د پیسو په مقابل کې یې ترکیې، چین، اروپا او امریکا د سیاحت پکېج ورکړی دی چې د کیونېټ شرکت د مسوولینو په خبره، دغه شرکت په یادو هېوادونو کې څانګې لري.

نوموړې زیاته کړه: “لومړی یې ماته نه وو ویلي چې شرکت ته د ۱۶ کسانو له معرفي کېدو پرته نه شوي کولای لېډر یا افسره شي او له دې سیاحتي پکېج څخه استفاده نه شي کولای، په لومړیو کې موږ ته وویل شول، کله چې دا پکېج ترلاسه کړو، د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره هر هېواد ته تللای شو.”

هغې چې له خپل کاره پېښمانه وه، وویل: “کورنۍ مې نه وه خبره، دغه پیسې مې له خپلو دوستانو پور کړې وې، اوس پښېمانه یم، خو هېڅ کار نه شم کولای؛ ځکه ۱۰۰زره افغانۍ مې یې اخیستې دي. که څه هم له لیډرې نجیبې سره مې جنجال وکړ چې پیسې مې بېرته راکړي، نه غواړم کار وکړم، خو مېرمن نجیبه وايي چې امکان نه لري چې پیسې دې بېرته درکړم.”

نوموړې زیاته کړه، هغو کسانو ته چې د دغه شرکت غړیتوب اخلي، داسې انګېزه ورکول کېږي چې په لږ وخت کې به ډېرې پیسې ترلاسه کړي، خو ټولې خبرې یې دوکه کوونکې دي.

د دې په خبره، دوی ته ویل شوي چې باید نور کسان د یاد شرکت غړیتوب لپاره وهڅوي او د هر کس د معرفي کېدو په بدل کې به د دغه کس حساب ته پیسې اضافه شي.

د کابل ښار د دشت برچي اوسېدونکي او د یوه ښوونیز کورس استاد باقر مطهري وویل، دوه کاله مخکې یې یوه ورور چې بې دندې و، دغه شرکت ته د غړیتوب په بدل کې ۳۰زره افغانۍ ورکړې او د دغو پیسو په مقابل کې هغه ته د سینګار ځیني توکي، ساعت او بیک د پلور لپاره ورکړل شول.

د مطهري په خبره، د هغه سینګار توکو، ساعت او بیک بیه چې له شرکت څخه یې ترلاسه کړي وو د بازار په پرتله لوړه وه او ورور یې تاوان په کې وکړ.

دغه ځوان له اړوند امنیتي مسوولینو غواړي چې د دغه شرکت د فعالیت مخه ونیسي؛ ځکه د ځوانانو له بېکارۍ ناوړه ګټه اخلي او په حقیقت کې یو دوکه ورکوونکی شرکت دی.

د کابل ښار د یوه خصوصي پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو شنونکي قیس محمدي پژواک ته وویل، دغه او ځیني نور شرکتونه شته چې له ځوانانو ناوړه استفاده کوي او موخه یې ځوانانو ته دوکه ورکول دي.

هغه د دې په روښانولو چې په دې برخه کې حکومت او ځوانان اساسي رول لري زیاته کړه:”له بده مرغه ډېری ځوانان عایداتي سرچینې نه لري، بې دندې دي ژر باور کوي او ژر دوکه کېږي، ځوانان باید د دغه ډول شرکتونو له خوا دوکه نه شي؛ ځکه په اقتصاد کې اسانه پیسې نشته چې د څو کسانو د معرفي کېدو له لارې پیسې ترلاسه کړي.”

هغه وویل، که په دې برخه کې اقدام ونه شي، د ډېرې بېکارۍ له امله له ډېر شمېر ځوانان د دغه او داسې نورو شرکتونو له خوا دوکه شي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل، دوه کاله مخکې هم د یاد شرکت د فعالیت په اړه شکایتونه شوي وو چې په نتیجه کې د دغه شرکت ۳۵ کارکوونکي ونیول شول او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي وو.

نوموړي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې اوس هم په پټه فعالیت لري او ځیني ځوانان یې دوکه کړي وویل: “که خلک په دې اړه شکایت وکړي، پولیس جدي اقدام کوي، موږ داسې شرکتونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو چې خلک دوکه کوي.”

هغه د یاد شرکت د نیول شوو کسانو برخلیک په اړه وویل، د دوی د دوسیو پرمختګ اړوند معلومات باید لویه څارنوالي ورکړي.

د «کابل ښار د سوېل زون استیناف څارنوالۍ ریاست اړوند د کیونېټ د دوکه ورکونې قضايي جدول» تر عنوان لاندې د لویې څارنوالۍ د یوه سند له مخې چې پژواک ترلاسه کړی، د دغه شرکت د ۴۰ کارکوونکو دوسیې وروستۍ شوې دي.

په دغه سند کې راغلي، له یادو ۴۰ کسانو ۳۹ کسان پر یوه کال او شپږ میاشتې تعلیقي بند او یو تن پر یوه کال او یوه میاست تنفیذي بند محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کیونېټ شرکت له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره هم نه دی ثبت شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي پژواک ته وویل: “کیونېټ شرکت له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره نه دی ثبت او د جوازونو په انلاین چک کې نه دی موجود.”

هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي وویل، د کاري فرصتونو برابرول یوازې د دولت مسوولیت نه دی، بلکې خصوصي سکټور هم مسوولیت لري، هر شرکت چې په دې برخه کې کار کوي افغان حکومت یې ملاتړ کوي.

هغه وویل، که کوم شرکت سرغړونه وکړي یا خلک دوکه کړي، حکومت مسوولیت لري چې مخه یې ونیسي.

دغه راز د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د کیونېټ شرکت د څرنګوالي په اړه د شپږنیمو بجو په ناسته کې خبرې شوې دي. هغه ویلي: “د کیونېټ شرکت له خوا د خلکو دوکه کولو اړوند شکایتونو ته به رسېدنه وشي.”

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه له عصمت الله سره چې ځان یې د یاد شرکت د مرکزي دفتر مسوول معرفي کاوه، خبرې وکړي خو نوموړی په دې اړه مرکې ته حاضر نه شو.

Visits: 1671

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.