ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند پوهنتون یو استاد په هند کې د کرونا له امله مړ شوى

د هلمند پوهنتون یو استاد په هند کې د کرونا له امله مړ شوى

author avatar
11 May 2021 - 13:59
د هلمند پوهنتون یو استاد په هند کې د کرونا له امله مړ شوى
author avatar
11 May 2021 - 13:59

کابل (پژواک، ٢١ غويى ١٤٠٠): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د هلمند پوهنتون يو استاد چې په هندوستان کې يې لوړې زده کړې کولې، له کرونا مړ شوى دى.

د دغه وزارت له خوا د غويي په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند لوړو زده کړو موسسې علمي کادر او د هند اندرا پوهنتون کې د ماسټري دورې محصل پوهنيار شېراحمد سهاند په دې وروستيو کې پر کرونا اخته شوى و او تېره ورځ يې ساه ورکړې ده.

د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير د نوموړي پر مړينه د خواخوږۍ او خواشينۍ څرګندونه کړې ده.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي مسوول اجمل عالمزي پژواک اژانس ته د دغه استاد مړينه تاييد کړه.

هغه وويل چې استاد سهاند د ماسټرۍ د دويم کال محصل و او تېره شپه د کرونا له امله په حق رسېدلى دى.

د استاد سهاند يوه ټولګيوال بصيرالحق عادل په خپل فېسبوک کې ليکلي چې شېراحمد سهاند يې درې کاله پوهنتون کې همکار و.

هغه زياته کړې چې نوموړی په ۱۳۹۷ کې د اراکوزيا پوهنتون په څلورو ټاپ هغو استادانو او کارکوونکو په نوملړ کې راغی چې د پوهنتون ادارې د ډېر او ښه کار له امله ايوارډونه ورکړل.

دى وايي، نوموړی د واسطو او فساد په دې تود بازار کې په خپله وړتیا هلمند پوهنتون کې استاد شو.

ده زياته کړې: ((ماسټري يې لوی ارمان و، ازموینه یې ورکړه، هندوستان ته بریالی شو، اوس یې ماسټري تقریباً په پوره کېدو وه، خدای ج ورته کرونا وبا ور ورسوله او خپل روح يې حق تعالی ته وسپاره.))

د يادونې ده، په هندوستان کې د کرونا وبا په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، هره ورځ تر ٤٠٠زره کسان پرې اخته او څلور زره مړه کېږي.

تر اوسه هندوستان کې شاوخوا ٢٣ ميليونه کسان پر کرونا اخته او تر ٢٤٠زره کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د سفارت معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې زرګونه افغان کډوال هم پر کرونا اخته او لسګونه مړه شوي دي.

Views: 296

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.