ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي متخصصین: د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره له عینکو د استفادې ګټورتوب نه دی ثابت شوی

طبي متخصصین: د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره له عینکو د استفادې ګټورتوب نه دی ثابت شوی

author avatar
12 Jun 2021 - 09:55
طبي متخصصین: د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره له عینکو د استفادې ګټورتوب نه دی ثابت شوی
author avatar
12 Jun 2021 - 09:55

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): طبي پوهانو پر فیسبوک هغه خپور شوی مطلب چې ګواکې له عینکو استفاده پر کرونا ویروس د اخته کېدو احتمال درې برابره کموي ردوي او وايي چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره له عینکو د استفادې ګټورتوب نه دی ثابت شوی.

ځينې کسان د سترګو ستونزې د حل او سترګو د ساتنې لپاره له عینکو استفاده کوي، خو یو شمېر نور په ځانګړې توګه ځوانان بیا له عینکو د «موډ او فېشن» په توګه استفاده کوي.

اوازې:

د «ایا میدانستید؟» په نوم فیسبوک پاڼې د «هندي پوهانو په تازه مطالعه کې روښانه شوې چې عینکي کسان د نورو په پرتله درې برابره لږ پر کرونا ناروغۍ اخته کېږي» په نوم مطلب خپور کړی دی.

د دغه مطلب په دوام لیکل شوي، هندي پوهانو په دې څېړنه کې پر کرونا اخته ۳۰۴ کسان چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۸۰ کلونو وو او ۱۹ سلنو یې عینکې استفاده کولې څېړلي دي.

د سرچینې په خبره، څېړونکو په یاده څېړنه کې موندلې چې له عینکو دایمي او اوږدمهاله استفاده ښايي په تکراري ډول د سترګو د لمس او موښلو مخه ونیسي او د سترګو له لارې روغ کس ته د کرونا ویروس د لېږد مخه ونیسي.

د «تلوېزیون من و تو» په نوم بلې فیسبوک پاڼې هم یاد مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي: “هندي څېړونکو پر کرونا ناروغۍ له اخته ۳۰۰ کسانو څېړنه کړې؛ هغه کسان چې له عینکو استفاده کوي له سترګو سره د لږ تماس له امله د نورو کسانو په پرتله درې برابره لږ پر کرونا اخته کېږي.”

حقیقت موندنه:

د روغتیايي چارو پوهان وايي چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ د دفعه کوونکې یا کرونا ناروغۍ د کموونکې په صفت له عینکو استفاده نه ده ثابته شوې.

د هرات ښار اوسېدونکې ستورۍ له عینکو استفاده کوي، د کرونا د مخنیوي په برخه کې د عینکو ګټورتوب ردوي او وايي، د سترګو د ساتنې لپاره تل له عینکو استاده کوي، خو پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په برخه کې یې هېڅ ګټه نه ده کړې.

هغې د دغه ډول مطالبو خپرېدل یوازې دروغ وبلل او ویې ویل، تر اوسه درې ځله پر دې وژونکې ناروغۍ اخته شوې ده.

د افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبتونو  (ICU)برخې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي وویل، له عینکو استفاده د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې ځانګړی اغېز نه لري.

هغه زیاته کړه، کرونا ویروس له ناروغ سره د اړیکې، ککړو سطحو لمس او په سترګو، پزه او خولې د لاس وهلو له لارې بدن ته داخلېږي.

نوموړي وویل، د ټوخي او پرنجي پر مهال له دستمال استفاده، په ککړو لاسونو د بدن نه لمس او پر کرونا له اخته کسانو لرېتوب د یاد ویروس د کمېدو په برخه کې ګټور دي.

په ورته وخت کې د افغان ــ جاپان روغتون مخکني رییس حکیم الله صالح پژواک ته وویل، تر اوسه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د عینکو ګټورتوب نه دی ثابت شوی او له دې وژونکې ناروغۍ مخنیوی ځانګړې لارښوونې لري.

طبي پوهان وايي چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره له عینکو د استفادې د ګټورتوب اړوند له هر ډول سپارښتنې مخکې ډېرو اطلاعاتو ته اړتیا ده.

دواړو سرچینو له خلکو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره «په پرله پسې ډول د لاسونو مینځل، له ماسک څخه استفاده، د چاپېریال عفوني کول، ټولنیز واټن مراعاتول» په جدي ډول په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکتر میرویس عليزي پژواک ته وویل، د کرونا ناروغۍ درملنه روښانه ده او خپل غذايي رژیم لري.

هغه په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي مطالب اوازه وبلله او ویې ویل، تر اوسه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره له عینکو د استفادې ګټورتوب نه دی ثابت شوی.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې لکه ټولنیز واټن مراعات، له ماسک څخه استفاده، په پرله پسې ډول د لاسونو مینځل او د چاپېریال ضد عفوني کول په پام کې ونیسي.

پایله: د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکي او هېوادوال وايي چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې له عینکو استفاده ګټه لري، خو طبي پوهان وايي چې د کرونا ناروغۍ د دفعه کوونکې په توګه له عینکو استفاده تر اوسه نه ده تایید شوې.

حکم: له عینکو په استفاده د کرونا ناروغۍ مخنیوی علمي اساس نه لري.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.