چاریکار (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د پروان امنیه قومانداني د څلورو پاکستانیانو او د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي د مرستیال وژل کېدو خبر ورکوي؛ خو طالبان بیا دغه خبر ناسم بولي.
د پروان امنیه قوماندان عبدالرووف اروزګاني وایي چې د شکیل په نوم یو پاکستانی او د پروان ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د مرستیال په ګډون درې نور پاکستانیان چې د شکیل له خپلوانو څخه دي وژل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه څلور کسان تېره شپه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په قمچاق سیمه کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د شکیل مړی د سره صلیب له خوا وړل شوی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبر ردوي او وایي چې حقیقت نه لري.
Views: 343
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن