کابل (پژواک ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۰): په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر وايي، د خیلج هېوادونه په افغانستان کې د پانګونې لپاره کافي پانګه لري او د سولې د تامین په صورت کې افغانستان د سیمهایز اتصال پر پله بدلیدلی شي.
نوموړي دغه خبرې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په تاشکند کې د ليدنې پرمهال کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن جمعه د سوېلي او مرکزي اسیا (سیمه يیز اتصال، فرصتونه او ګواښونه) نړیوالې ناستې په څنډه کې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر سلطان بن سعد المریخي سره د سولې بهیر پر بریالیتوب او په سیمه يیز اتصال کې د افغانستان پر رول خبرې اترې وکړې.
سرچينه زياتوي،
په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر د سولې بهیر له پرمختګ څخه د قطر د همیشني ملاتړ اعلان ترڅنګ زیاته کړه چې د سولې د تامین په صورت کې به نه یواځې افغانستان اقتصادي سوکالۍ ته ورسیږي، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو په اقتصادي پرمختیا کې به اساسي رول تر سره کړي.
ده زیاته کړې چې د خیلج هېوادونه په افغانستان کې د پانګونې لپاره کافي پانګه لري او د سولې د تامین په صورت کې افغانستان د سیمهایز اتصال پر پله بدلېدلی شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د لیدنې په ترڅ کې دواړو خواوو د روان تاوتریخوالي پر ویجاړوونکو اړخونو، د سولې په بهیر کې پر موجودو ستونزو او د مسئلې په سوله يیز حل کې د سیمې د هېوادونو پر رول خبرې اترې وکړې.
سرچينه وايي، اتمر د طالبانو له لوري د وژنو او د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره څرګنده کړه چې سراسري او پایدارې سولې ته د رسیدلو فرصت او د اقتصادي سوکالۍ لور ته د افغانستان پرمختګ د طالبان له لوري له جدي خطر سره مخامخ شوی دی.
نوموړي د سولې بهیر پرمختګ په موخه د قطر د کوربهتوب او هڅو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه چې د سولې بهیر د بریالتوب لپاره لازمه ده چې د طالبانو د پټنځایونه، تمویل، اکمال او تجهیز لارې بندې شي چې له دې پرته به دغه ډله جګړې او وینې تویونې ته دوام ورکړي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.