کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰): هغه بېځایه شوي چې د جګړو او خپلوانو د له لاسه ورکولو له ترخو یادونو سره د کابل په کمپنۍ کې تر خېمو لاندې له کړاوونو ډک ژوند کوي، له دولت او وسله والو مخالفینو غواړي چې جګړه پای ته ورسوي او سوله وکړي.
د بېځایه شوو دغه کمپ د کابل د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ په رېګرېشن ساحه کې موقعیت لري.
د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په سلګونو کورنیو د جګړو له امله دې سیمې ته پناه وړې او اوس تر ۴۰ درجې په لوړه ګرمۍ کې د خورا لږو امکاناتو په لرلو سره په دغه کمپ کې ژوند کوي.
د خېمه مېشتو په دغه کمپ کې چوپتیا خوره وه چې له جګړې د زیانمنو انسانانو کیسې یې بیانولې.
په یاد کمپ کې دغه چوپتیا زموږ د موټر په درېدو سره د هغو سپیانو غپا چې د ګرمۍ له امله تر کانټینرونو لاندې پټ وو، ماته کړه.
د دغه کمپ په یوه کوڅه کې وړاندې لاړو، ومولید چې ماشومان له خیرنو جامو او لوڅو پښو سره په داسې حال کې چې لوښي ورسره وو، د اوبو تر بمبې را چاپېر وو او څو د پاخه عمر کسان هم د یوه دېوال سیوري ته ناست وو.
هغوی د اوسېدو د خېمې پر ځای د دیوال سیوری ځکه غوره ګڼلی و چې په هره خېمه کې څو کورنۍ اوسېږي او د دغه ډول وضعیت له امله نه شي کولای په خېمو کې راحت وه اوسېږي.
له دې ډلې څو کسان چې ټول د دغه کمپ اوسېدونکي وو، زموږ د موټر او خبریالۍ وسایلو په لیدو سره زموږ ښه راغلاست ته راغلل، ښایي هیله یې وه چې د دوی بېوسه غږ د پژواک خبري اژانس له لارې یوه ځای ته ورسېږي.
د کمپ وکیل حاجي سردار محمد وویل چې په دې ځای کې شاوخوا ۱۵۰۰ بېځایه شوې کورنۍ ژوند کوي.
هغه زیاته کړه چې د یادو کورنیو له ډلې ۱۷۸ یې په وروستیو دوو میاشتو کې د جګړو له امله له کندهار، پکتیا، اروزګان، خوست، ننګرهار او هلمند ولایتونو دغه کمپ ته راکډه شوې دي.
سردارمحمد یوې څلور دېوالۍ ته بوتلو چې هلته ۷ خېمې وهل شوې وې او په هره خېمه کې څو کورنیو چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې وې، ژوند کاوه.
سردارمحمد وویل چې دغه کمپ ته د تازه راکډه شوو لپاره د مخکنيو بېځایه شوو له خوا د اوسېدو زمینه برابرېږي.
د هغه په وینا، د یاد کمپ مخکني اوسېدونکي تازه راکډه شوو ته له خپل وس سره سم خوراکي توکي هم ورکوي؛ خو زیاته یې کړه: “کله زموږ په وس هم نه وي پوره، نو دا بېوسه کسان وږي پاتې کېږي.”
سردار محمد له دولت، مرسته کوونکو، سوداګرو، ملي او نړیوالو موسسو وغوښتل چې له دغو بېځایه شوو سره مرسته وکړي.
۱۳ کلنه زرمینه چې په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له اروزګانه دغه کمپ ته راغلې، د ماشومانو له منځه یې له پژواک سره خبرې وکړې.
هغې پژواک ته وویل: “د شپې ویده وو چې طالبانو زموږ دروازه وټکوله او په لوړ اواز یې وویل چې جګړه کېږي، باید له دې ځایه ووځئ. مور، پلار خویندې او وروڼه مې له خوبه را ویښ شول، له دې پرته چې څه راسره یوسو، له هغه ځایه ووتلو، زه له وېرې لوڅې پښې راوتلې وم.”
هغې په ماشومانه ژبه د جګړې پای ته رسېدو او له حکومت او طالبانو د سولې غوښتنه وکړه.
زرمینې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که سوله راشي څه کوي؟ وویل: “کور ته ځو، اختر دی چې مور مې نوي کالي راته واخلي، پلار مې ما او زما خویندو ته نکریزې، شېریني او کلچې واخلي؛ که سوله راشي، اختر خپل کور کې تېروو.”
له زرمینې سره د خبرو پر مهال د بلې بېځایه شوې کورنۍ یو غړی زما ترڅنګ ناست و چې سرمه یي زړې جامې یې پر ځان وې، سترګې یې سرې او له اوښکو ډکې ښکارېدې.
هغه ځان رحمت الله او د اروزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کړ، ویې وویل: “جګړه ډېره شدیده وه، بهر ته د وتلو او تېښتې لار مو نه درلوده، کوم پټ ځای هم نه و چې پناه مو ور وړې وای، په هر کور او کوڅه کې د هاوان مرمۍ لګېدې، هيچا له چا سره مرسته نه شوه کولای، زموږ په کور کې هاوان ولګېد، په رڼا ورځ زما پر وړاندې زما پلار، مور، د ترور مې ځوان زوی، یوه مې خور چې کونډه وه او پنځه ماشومان یې درلودل او درې کلنه خور مې ټول شهیدان شول.”
هغه په ژړغوني غږ بې سرپرسته ماشومانو ته اشاره وویل: “د دې ماشومانو تر ټولو کوچنی شاوخوا درې کلن او لوی یې لس کلن دي، حیران یم چې د دې بېچاره ګانو ژوند به څرنګه کېږي.”
دغه ځوان له دې پرته چې ژړا کنټرول کړي. وویل چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې دغه کمپ ته راغلي؛ خو تر اوسه چار مرسته نه ده ورسره کړې او شپه او ورځ په وږي نس له یوې جوړې جامو سره چې پر ځان یې دي، تېروي.
هغه چې له خپلې مېرنې، یوې خور او پنځو یتیمو ورېرو سره په دغه کمپ کې اوسېږي، وویل چې ځیني وخت دغه کمپ ته مخکې راغلي بېځایه شوي له دوی سره د خوړو مرسته کوي، خو هغه کافي نه دي.
رحمت الله چې بزګري یې کړې، د جګړې له اړخونو وغوښتل چې د همدغو پنځو بې سرپرسته ماشومانو او زرګونو نورو خلکو لپاره چې د جګړې له امله د هېواد په مختلفو سیمو کې بېځایه شوي، وسلې پر ځمکه کېږدي، یو بل په غېږ کې ونیسي، سوله وکړي او جګړه پای ته ورسوي.
هغه هم له حکومته، مرسته کوونکو او ملي سوداګرو وغوښتل څو د جګړې له امله بېځایه شوو سره مرسته وکړي.
۳۰ کلنې قمرګلې چې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او د یاد کمپ په یوه خېمه کې یې اړولي؛ په داسې حال کې چې په سختۍ یې ساه اخیسته، وویل چې د ۷ اولادونو مور ده او خاوند یې درې کاله مخکې په جګړه کې وژل شوی دی.
هغې زیاته کړه چې له اوو ماشومانو سره یې په کندهار کې په خپل شخصي کور کې ښه ژوند درلود؛ خو شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې یې د جګړې له امله خپل کور پرېیښی او د ګاونډي په مرسته دغه کمپ ته راکډه شوي دي.
دې دردېدلې ښځې وویل: “کله مې چې مېړه ووژل شو، خیاطي مې کوله او حلاله روزي مې پیدا کوله؛ خو داسې شرایط راغلل چې خپل سر مو ساته، ټول ځایونه طالبانو نیولي وو، دوی پر هيچا رحم نه کاوه، پر هر کور هاوانونه لګېدل، د شپې چورلکو بمبار کاوه، کورونه ونړېدل، ټول خلک وتښتېدل، چا خپل سر نه شو ساتلای، ډېر بې ګناه خلک ووژل شول، موږ هم وتښتېدو، کابل ته راغلو، یوازې خپل سرونه مو را و ایستل، دولت باید موږ ته خواړه، اوبه او د اوسېدو ځای راکړي.”
هغه زیاته کړه: “له طالبانو او حکومته غواړم چې نور جګړه بس کړي، بېګناه خلک ونه وژني، په افغانستان کې له موجوې جګړې بهرنیان ګټه اخلي، اوس امریکا وتلې، جهاد پای ته رسېدلی، باید جګړه ودروي، د خبرو مېز ته کېنې او سوله وکړي؛ څو بېرته خپلو کورونو ته لاړ شو او له دغه احتیاج او ناخوالو خلاص شو.”
بله مېرمن بي بي ګل ده چې مېړه یې په هیروینو روږدی دی او له خپلو پنځو ماشومانو سره د جګړې له امله د کندهار له خاکرېز ولسوالۍ دلته راکډه شوې او د کمپ په یوه خېمه کې اوسېږي.
دغه مېرمن چې له ژړا یې خبرې نه شوې کولای، په لړزانده غږ او پرته له جزیاتو وویل: “پر کور مو راکټ ولګېد، هر څه مو وسوځېدل، خپلوان مو په جګړه کې ووژل شول او موږ دلته پناه راوړه.”
هغې هم د جګړې له اړخونو وغوښتل چې سوله وکړي، څو هغه او ډېر نور افغانان چې د جګړې له امله بېځایه شوي، له دغه وضعیته خلاص شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې او ناامنۍ له امله ډېری کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې او د کابل په کمپنۍ کې د بېخایه شوو په شان په ناخوالو کې ژوند تېروي او د ژوند له سختو کړاوونو سره مخ شوې دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۷مه اعلان وکړ په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې څه باندې ۳۲۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې چې له دې ډلې له ۲۰۰۰۰ کورنیو سره په داسې حال کې د ځینو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې چې ټولو ته د رسېدنې لپاره ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دوو وروستیو کلونو کې په هېواد کې پنځه میلیونه کسان بېځایه شوي او د افغانستان حکومت هغوی ته د رسېدنې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې، یوازې بېځایه شوي نه، بلکې ډېری افغانان داسې مهال د جګړې له دواړو لورو د جګړې د پای ته رسول او سولې کولو غوښتنه کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې شاوخوا لس میاشتي میاشتې مخکې په قطر کې پیل شوې؛ خو تر اوسه یوازې د خبرو پر طرزالعمل موافقه شوې او دغه خبرې داسې مهال له ځنډ سره پر مخ ځي چې له څه مودې راهیسې جګړو زور اخیستی او هره ورځ د افغانستان له خلکو قرباني اخلي.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن