ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د کرونا پنځه ځانګړي روغتونونه چې سلګونه میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی نه دي پرانیستل شوي

26 Jul 2021 - 12:10
26 Jul 2021 - 12:10

کابل (پژواک، ۳ زمری ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې په کابل کې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره د پنځو روغتونونو پر جوړېدو تر ۳۱۲ میلیون افغانیو ډېر لګښت شوی خو د یو کال په تېرېدو لاهم نه دي پرانیستل شوي.

په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د لومړۍ څپې د شدت پر مهال افغان حکومت په بېلا بېلو برخو کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره په ټولیزه توګه ۱۹.۸ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې.

د مالیې وزارت د اطلاعاتو له مخې، له یادو پیسو څخه ۹.۶ میلیارده افغانۍ په بېلا بېلو برخو لکه د غنمو پېر، په مرکز او ولایتونو کې د کوویډ۱۹ روغتونونو جوړول، عامه پوهاوي، دارالامان ماڼۍ پر بیارغونه، وچې ډوډۍ وېش او په ولایتونو کې د بېړنیو کمېټو د ملاتړ او اقتصادي بستو په برخه کې مصرف شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له کرونا سره د مبارزې له ۱۹.۸ میلیارد افغانۍ بودجې څخه ۱۰،۲ میلیارد افغانۍ چې «د بودجې دویم تعدیل کې شاملېږي او د پارلمان له خوا منظور شوې» تر ډېره د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ملاتړ، کلینیکونو د بیارغونې او جوړېدو او په روغتونونو کې د خدمتونو د کیفیت په برخه کې مصرف شوې دي.

په لومړۍ څپه کې د کرونا بودیجې د ۹.۶ میلیارد افغانۍ بودجې د لګښت څرنګوالی:

د مالیې وزارت اطلاعات چې پژواک ترلاسه کړي ښيي چې له ۹،۶ میلیارد افغانیو، ۲،۴ میلیارد افغانۍ د لومړۍ څپې پر مهال په ولایتونو کې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې او ۱،۴۱ میلیارد افغانۍ د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې په مشرۍ د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې پروژې، تاریخي تاسیساتو، په هرات، فراه، نیمروز او کابل ولایتونو کې د ۵۰ بستره روغتونونو جوړېدو او نورو ساختماني لومړیتوبونو ته چې د انکشاف ملي شرکت له خوا جوړېږي ځانګړې شوې دي.

دغه راز له ۹.۶ میلیارد افغانۍ بودجې څخه ۱،۷ میلیارد افغانۍ د غنمو د پېر لپاره کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته ځانګړې شوې او ۷۷ میلیون نورې افغانۍ د ولسمشرۍ ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ریاست تر مشرۍ لاندې د عامه پوهاوي لپاره منظور شوې دي.

په ورته توګه له کرونا سره د مبارزې لپاره له ځانګړې بودجې ۲،۶ میلیارد افغانۍ په مرکز او ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش لپاره ځانګړې شوې او د ولسمشر په امر ۱.۱۵۳ میلیارده افغانۍ له کرونا سره د مبارزې لپاره عامې روغتیا وزارت ته ځانګړې شوې چې په مرکز او ولایتونو کې هم استفاده شوې دي.

په کابل کې د کوویډ۱۹ د پنځو ځانګړو روغتونونو جوړول او لګښت یې:

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې چې پژواک ترلاسه کړي، د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال په کابل، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ځانګړو ۵۰ بستریز پنځو روغتونونو د جوړېدو لپاره د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې اړوند ملي پراختیا شرکت ته یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون افغانۍ ورکړې دي.

هغه اطلاعات چې د برېښنايي تدارکاتو سیستم، بیا افغان دولت او دغه راز ملي تدارکاتو کې راغلي ښيي چې د ملي پراختیا شرکت له دې بودجې څخه ۲۷۶ میلیون افغانۍ کابل کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د پنځو روغتونونو پر جوړېدو او ۳۹۰ میلیون او ۵۲۳ زره افغانۍ یې په فراه، نیمروز، هرات، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو کې د کرونايي ناروغانو د درملنې لپاره د پنځو روغتونونو د جوړېدو لپاره ځانګړې کړې دي.

هغه اطلاعات چې د برېښنايي تدارکاتو سیستم بیا افغان دولت وړاندې کړي ښيي چې د ملي پراختیا شرکت د واحدې منبع په روش د ولسمشرۍ ریاست د حکم مطابق د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۲۷ مه له «نګار لوژستیکي لمټیډ» شرکت سره د ۲۷۶ میلیون او ۳۸۴ زره او ۳۶۵ افغانۍ په ارزښت، کابل کې د کوویډ۱۹ ۵۰ بستره، پنځو روغتونونو د جوړېدو تړون لاسلیک کړی دی.

خو هغه اطلاعات چې انکشاف ملي شرکت له پژواک سره شریک کړي په ډاګه کوي چې یاد شرکت په کابل کې د ۳۱۲ میلیون، ۶۷۴ زره او ۷۶۵ افغانیو په ټولیز لګښت د کوویډـ۱۹ ۵۰ بستره، پنځه روغتونونه جوړ کړي، چې د هر روغتون لګښت ۶۲ میلیون او ۵۳۴ زره او ۹۵۳ افغانۍ کېږي.

په دې اساس په کابل کې د کوویډـ۱۹ د پنځو روغتونونو د جوړېدو اړوند د ملي تدارکاتو شمېرې د ملي انکشاف له شرکت سره توپیر لري او دغه شرکت کابل کې د کوویډـ۱۹ د پنځو روغتونونو د جوړېدو لګښت د تړون په پرتله اووه میلیون افغانۍ لوړ ښيي.

په کابل کې د کرونا د پنځو روغتونونو د جوړېدو چارو کې ځنډ:

تېر ۱۳۹۹ کال د کرونا ویروس د لومړۍ څپې د شدت پر مهال د ولسمشرۍ ریاست عملیاتي او حمایوي ادارې په هرات، کابل او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د اووه ځانګړو روغتونونو د جوړېدو خبر ورکړ.

دې ادارې د تېر کال د وري په ۱۱مه وویل، د کابل په خاک جبار، موسهي، ده سبز، چهار اسیاب ولسوالیو او کابل ښار ۱۲مه ناحیه کې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د پنځو، ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شوې او ټاکل شوې په ۲۱ کاري ورځو یعنې د ۱۳۹۹ کال د وري په ۲۹ مه بشپړې شي.

خو د انکشاف ملي شرکت له خوا له پژواک سره شریک شوي اطلاعات ښيي چې کابل کې د کوویډـ۱۹ د پنځو روغتونونو د جوړېدو چارې د وري په ۱۱مه نه، بلکې د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۲۷ مه یعنې له هغه وخت څخه چې د ولسمشرۍ ریاست عملیاتي او حمایوي ادارې اعلان کړې څلور میاشتې او ۱۷ ورځې وروسته پیل شوې دي.

د ملي انکشاف شرکت پژواک ته د اطلاعاتو ورکړې په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د دغو روغتونونو د جوړېدو چارې د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲۶مه یعنې دوه میاشتې وروسته بشپړې شوې دي.

د وخت دغه توپیر ښيي چې کابل کې د کوویډـ۱۹ روغتونونو د جوړېدو چارې په ۲۱ کاري ورځو یعنې د وري په ۲۹مه نه، بلکې اووه میاشتې وروسته د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲۶ مه بشپړې شوې دي.

د کرونا درېیمې څپې پر مهال کابل کې د کوویډـ۱۹ له پنځو روغتونونو څخه استفاده نه کول:

عامې روغتیا وزارت تېر کال د لړم په وروستیو کې د کرونا د دویمې څپې د پیل خبر ورکړ، ښوونځي او پوهنتونونه یې رخصت کړل.

پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو کمې شمېرې او په یاده څپه کې د کرونا ویروس د لږ دوران له امله یوازې افغان ــ جاپان روغتون کې د کرونايي ناروغانونو مراقبت کېده.

خو په هېواد کې د کرونا درېیمه څپه په چټکتیا سره پراخه شوه او عامې روغتیا وزارت د غبرګولي په ۲۲ مه د دې ناروغۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې پوهنتونونه، ښوونځي، ټول ښونیز مرکزونه او د ودونو تالارونه رخصت او دوه اوونۍ قرنطین یې اعلان کړ چې تر روانې اوونۍ یې دوام درلود.

که څه هم دغه وزارت وايي، په درېیمه څپه کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د لومړۍ او دویمې څپې په پرتله ډېر دی خو د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره له پنځو ځانګړو روغتونونو څخه چې د لومړۍ څپې پر مهال جوړ شوي استفاده نه کوي او یوازې له څلورو روغتونونو (افغان ــ جاپان، ۱۰۰ بستر قصبه، بخش کوویډ ـ۱۹ محمد علي جناح او افغان ـــ اندونیزیا) څخه په دې موخه استفاده کېږي.

د دغه وزارت مسوولینو په دې اړه چې ولې کابل کې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره له جوړو شوو ۵۰ بستره روغتونونو څخه استفاده نه کېږي او دغه وزارت څه وخت یاد روغتونونه په تحویل اخیستي؟ د پژواک د اطلاعاتو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په کابل کې د کوویډـ۱۹ د پنځو روغتونونو دروازې له جوړېدو وروسته تړلې دي:

که څه هم عامې روغتیا وزارت له ملي انکشاف شرکت څخه د یادو پنځو روغتونونو د سپارلو د نېټې په اړه پژواک ته اطلاعات مشخص نه کړل خو د یاد وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وايي چې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال یې کابل کې د کرونايي ناروغانو د درملنې په موخه له پنځو جوړو شوو روغتونونو استفاده وکړه او د دې څپې په پای کې د ناروغانو د شمېر په کمېدو سره د عامې روغتیا وزارت د پلان له مخې، ځينې دغه روغتونونه د عادي روغتونونو په ډول د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو موظف شول خو د ځینو نورو فعالیت چې د سیمې روغتونونو ته یې نږدې موقعیت درلود بند شو.

خو د کرونا ټول هغه ۵۰ بستریز روغتونونه چې د دغه ویروس د لومړۍ څپې پر مهال د کابل ده سبز، چهار اسیاب موسهي او خاکجبار ولسوالیو او د کابل ښار ۱۲ مه ناحیه کې جوړ شوي ګټې اخیستنې ته نه دي سپارل شوي او دروازې یې تړلې دي.

د کابل د ده سبز ولسوال میر ذبیح الله منیب وویل، تېر کار د دې ولسوالۍ په یحیی خېلو کلي کې له کرونا سره د مبارزې لپاره ۵۰ بستره روغتون جوړ شو، خو تر اوسه د طبي پرسونل او تجهیزاتو د نه موجودیت له امله دغه روغتون نه دی پرانیستل شوی او دروازه یې بنده ده.

هغه زیاته کړه چې په ده سبز ولسوالۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر دی او ان هره ورځ د دې ناروغۍ له امله تر پنځو ډېر کسان مړه کېږي.

منیب وویل، څو ځله یې عامې روغتیا وزارت او نورو دولتي ادارو ته په دغې ولسوالۍ کې د جوړ شوي کوویډــ۱۹ روغتون د فعالېدو لپاره مراجعه کړې خو په دغه کار نه دی بریالی شوی.

د ده سبز ولسوالۍ د محمدي ښارګوټي ملک حسین بخش محمدي هم وویل، د کرونا روغتون چې تېر کال جوړ شوی لاهم نه دی پرانیستل شوی او ان دغه روغتون ساتونکی نه لري او ښيښې یې ماتې دي.

د خاک جبار ولسوال وحیدالله احمدزي هم وویل، د کرونا ۵۰ بستریز روغتون چې د ولسمشرۍ ریاست د عملیاتي ادارې له خوا د کرونا لومړۍ څپې پر مهال په دغې ولسوالۍ کې جوړ شو تر اوسه نه دی پرانیستل شوی.

نوموړي ټينګار وکړ چې عامې روغتیا وزارت تر اوسه د روغتون تجهیزات او پرسونل نه دي پوره کړي، له دې امله یاد روغتون بند دی.

د کابل د چهار اسیاب ولسوال نبي الله پیرخېل پژواک ته وویل، په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د کرونايي ناروغانو د درملنې لپاره هیڅ روغتون نشته او یوازې ۵۰ بستریز روغتون دی چې د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال جوړ شوی خو له بدغه مرغه هغه هم غیر فعال دی.

نوموړي زیاته کړه چې دغه روغتون پرسونل نه لري او د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د هغه لپاره روغتیايي تجهیزات نه دي راوړي، په دې اساس په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د کوویډ ۱۹ روغتون دروازه بنده ده.

د کابل د موسهي ولسوال جنت ګل حسن خېل هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي وویل، په دغې ولسوالۍ کې د کرونا ۵۰ بستریز روغتون لاهم نه دی فعال شوی، طبي پرسونل او تجهیزات نه لري.

د موسهي ولسوال وویل، څو ځله یې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې او د کرونا د ۵۰ بستریز روغتون د نه پرانیستې ستونزه د کابل له والي یعقوب حیدري سره شریکه کړې، خو تر اوسه دغه روغتون نه دی فعال شوی او دروازه یې بنده ده.

پایله:

په کابل کې د کوویډـ۱۹ ناروغانو ته ځانګړي شوي روغتونونه په داسې حال کې غیر فعال پاتې شوي چې د کرونا د درېیمې څپې پر مهال کابل کې د ناروغانو شمېر ډېر شو او عامې روغتیا وزارت اړ شو چې د درملنې لپاره یې پر افغان ــ جاپان روغتون سربېره، ۱۰۰ بستر قصبه، د محمد علي جناح د کوویډـ۱۹ برخه او افغان ــ اندونیزیا ۱۰۰ بستریز روغتون فعال کړي. خو د کوویډ ــ۱۹ هغه ۵۰ بستریز، پنځه روغتونونه چې د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال د کابل په ولسیوالیو کې جوړ شوي وو تر اوسه غیرفعال او دروازې یې بندې دي.

Hits: 203

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.