ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیا وزارت ۵ قلمه طبي تجهیزات د بازار له نرخه ۳۷ میلیونه په لوړه بیه پېرلي

روغتیا وزارت ۵ قلمه طبي تجهیزات د بازار له نرخه ۳۷ میلیونه په لوړه بیه پېرلي

author avatar
28 Jul 2021 - 11:55
روغتیا وزارت ۵ قلمه طبي تجهیزات د بازار له نرخه ۳۷ میلیونه په لوړه بیه پېرلي
author avatar
28 Jul 2021 - 11:55

کابل (پژواک، ۶ سرطان ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښیي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا یوازې د پنځه قلمه طبي تجهیزاتو په قرارداد کې له ۳۰ تر ۳۷ میلیونه افغانۍ غلا شوې ده.

د هېواد د عامې روغتیا وزارت له لوري د کوویډ- ۱۹ اړوند له تدارکاتي قراردادونو پژواک د دغه وزارت د یوه ۴۳ رقمه قرارداد پنځه قمله تجهیزات د نمونې په ډول څېړلي او نرخ موندنه یې کړې ده چې د روغتیا وزارت د نرخونو او پژواک د څېړنې ترمنڅ په تر ټولو لوړ قیمت کې ټول توپیر شاوخوا ۳۰ میلیونه او په تر ټولو ټیټ قیمت کې ۳۷ میلیونه افغانۍ توپیر ښودل شوی دی.

دغه تړون د ۱۳۹۹ کال د وري په ۲۵مه نېټه په هېواد کې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې د خپراوي پر مهال د ۴۳ قلمه درملو او طبي – کلینیکي تجهیزاتو د چمتو کولو په موخه د واحدې سرچینې په ډول د افغانستان د روغتیایي محصولاتو او درملو د صنعت ټولنې او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

لومړی مورد: د کرونا ناروغانو لپاره د ۵۶۲ تختونو پېرل

د تړون له موادو سره سم، عامې روغتيا وزارت له داخلي تولیداټو د کوویډ- ۱۹ ناروغانو لپاره ۵۶۲ تختونه هر یو په ۶۸زره افغانۍ پېرلی او د ټولو بیه ۳۸ میلیونه او ۲۱۶ افغانۍ کېږي.

خو د پژواک له نرخ اخيستنې سره سم، د هېواد هر یو تولیدي تخت په عین شرایطو او تجهیزاتو، په تر ټولو لوړه بیه، هر یو په ۲۸زره افغانۍ چې ټوله بیه یې ۱۵ میلیونه او ۷۳۸زره افغانۍ او پر تر ټولو ټیټ نرخ، هر یو په ۱۷زره افغانۍ چې ټوله بیه یې ۹ میلیونه او ۵۵۴زره افغانۍ کېږي، ښودل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت او بازار د بیو ترمنځ ټول توپیر، په تر ټولو لوړ نرخ کې ۲۲ میلیونه او ۴۸۰زره افغانۍ؛ او په تر ټولو ټیټه نرخ کې ۲۸ میلیونه او ۶۶۲زره افغانۍ تثبیت شوی دی.

دویم مورد: د ۲۵۵۰ بالښتونو پېرنه

روغتیا وزارت د ځانګړو شرایطو له ذکر کولو پرته یو بالښت په ۷۵۰ افغانۍ چې د ټولو بیه یو میلیون او ۹۱۲زره او ۵۰۰افغانۍ کېږي، پېرلی دی.

خو د پژواک د نرخ اخیستنې مطابق د یوه ساده بالښت بیه ۱۲۵افغانۍ ده چې د ټولو هغو بیه ۳۱۸زره او ۷۵۰ افغانۍ کېږي.

په پایله کې د دوو بیو ترمنځ تفاوت یو میلیون او ۵۹۳زره او ۷۵۰افغانۍ ښودل شوی دی.

درېیم مورد: د ۵۱۰۰ Blanket Sheet (د بړستنې پوښ) پېرنه

له قرارداد سره سم؛ د یوې بړستنې پوښ په ۸۰۰ افغانۍ چې د ټولو ٥١٠٠ هغو د پوښونو د پېر بیه ۴ میلیونه او ۸۰زره افغانۍ کېږي.

خو د پژواک د نرخ اخیستنې له مخې، د یوې بړستنې پوښ په تر ټولو لو قیمت کې په اوسني او د هغه مهال په بازار کې په ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د دواړو نرخونو ترمنځ توپیر ۳میلیونه او ۶۰زره افغانۍ ښودل شوی دی.

څلورم مورد: د ۵۱۰۰ Bed Sheet (روجایي) پېرنه

د عامې روغتیا وزارت یوه روجایي په ۸۰۰ افغانۍ او ټولې ٥١٠٠ یې په ۴ میليونه او ۸۰ افغانۍ پېرلې دي.

خو د پژواک د نرخ اخیستنې له مخې، یوه روجایي په تر ټولو لوړ نرخ ۲۵۰ افغانۍ او په تر ټولو ټیټ نرخ  ۱۵۰افغانۍ په اوسني او د هغه مهال بازار کې پلورل کېږي چې په همدې ډول په لوړ نرخ کې د ټولو له حسابه ۳ میليونه او ۸۰۵ افغانۍ توپیر او په ټیټ نرخ کې د ټولو له حسابه ۳ میلیونه او ۳۱۵زره افغاني توپير لیدل کېږي.

پنځم مورد:  د ٥١٠٠ Pillow Sheet (د بالښت پوښ) پېرنه

د قرارداد له مخې، د بالښت هر پوښ په ۲۵۰افغانۍ اخیستل شوی چې د ټولو ٥١٠٠ بالښت پوښونو د پېر بیه یو میلیون او ۲۷۵زره افغانۍ کېږي.

د پژواک نرخ اخیستنې له مخې، په لوړ نرخ کې د بالښت هر پوښ بیه ۸۰افغانۍ او په ټیټ نرخ کې د یوه پوښ بیه ۳۵افغانۍ ده.

په دې اساس، په ټیټه بیه کې د نرخونو ترمنځ مجموعي توپیر یو میلیون او ۹۶زره او ۵۰۰ افغانۍ او په تر ټولو لوړ نرخ کې ۸۶۷زره افغانۍ ښودل شوی دی.

د پژواک د څېړنې له مخې، د پنځه قلمه کلینیکي تجهیزاتو په پېرلو کې په تر ټولو ټیټ نرخ کې ۳۷ میلیونه او ۸۲۹زره او ۲۵۰ افغانۍ او په لوړ نرخ کې ۳۰ میلیونه او ۱۰۴زره او ۵۰۰ افغانۍ توپیر موجود دی.

د یادونې ده، د پژواک د سرچینو د معلوماتو پر اساس، د یادو اقلامو نرخ په افغانستان کې د کرونا په درې واړو څپو کې یو شان و.

د قرارداد قانوني پړاوونه:

د تدارکاتو قانون له مخې، بنسټونه باید د قرارداد له کولو مخکې د داوطلبۍ د اعلان، د افرونو ترلاسه کول او ارزونه او نهایتاً د قرارداد ورکولو په ګډون تدارکاتي مراحل په یوه لا مناسب وړاندیز کې په ټاکل شوي (درې میاشتې) وخت کې طی کړي.

خو په اجرائیوي لارښود کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه اضطراري تدارکاتي اقدامات چې د ۱۳۹۹ په وري میاشت کې تصویب شوي، تدارکاتي بنسټونو ته په ځانګړو شرایطو کې د تدارکاتي روش د انتخاب ټول واک ورکړل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د دغه وزارت له لوري د کوویډ- ۱۹ اړوند ډېری تړونونه، د پېرلو په پروسه کې د بېړې په موخه له تدارکاتي طی مراحلو پرته او د واحدې سرچینې په ډول، شوي دي.

خو د پژواک موندنې ښیي چې د عامې روغتیا وزارت د قراردادونو او بازار د نرخوتو ترمنځ د توپیر یو اصلي لامل د واحدې سرچینې په ډول د تړونونو ترسره کول دي.

خو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتي امریت مسوولین د اوسني او هغه مهال د بازارونو د نرخونو ترمنځ د توپیر لامل، په نړیواله کچه د طبي وسایلو او تجهیزاتو د بیو لوړوالی بولي.

بلخوا د ملي تدارکاتو ادارې ویاند احمد رامین ایاز په دې اړه پژواک ته وویل چې واحده سرچینه د تدارکاتو یوه قانوني لار ده چې د تدارکاتو د قانون په ۱۸مه ماده او د تدارکاتو د طرزالعمل په ۲۲مه او ۲۳مه مادو کې ذکر شوې ده.

د ایاز په خبره، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتي قراردادونه له ۹۰ تر ۹۵ سلنې د واحدې سرچینې په ډول لاسلیک شوي؛ دغه موضوع د بېړنیو شرایطو او قانون د حکم له مخې توجیه کوي.

ایاز د واحدې سرچینې د تدارکاتي تړونونو ترمنځ د شفافیت د تامین او له بې طرفانه چلند سره د نرخونو د توپیر په اړه وویل: «د پروژو له تطبیقه څارنه یو مهم کار دی چې د هغې مسوولیت خپله تدارکاتي بنسټونو ته سپارل شوی او دغه بنسټونه د قرارداد له طرفه د پروژو پر تطبیق د نظارت مسوولیت لري. له واحدې سرچینې د ګټې اخيسنې شرایط، که د تدارکاتو له قانون سره سم وي، له دغه مېتوده استفاده هيڅ قانوني ستونزه نه لري.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سم، د واحدې سرچینې له مېتوده ګټه اخیستل درې حالته لري.

۱- په هغو حالاتو کې چې د قرارداد نرخ تر ۵۰۰زره افغانیو وي.

۲- بېړني حالات، لکه د طبیعي افاتو رامنځته کېدل، د ملي امنیت مسئله او نور.

۳- هغه مهال چې د جنس تولید یا مشورتي خدماتو وړاندې کول د یوې کمپنۍ په انحصار کې وي؛ یا په ټوله کې یوه کمپنۍ د غوښتل شوو خدماتو یا جنس د وړاندې کولو توان ولري.

د اقتصادي چارو شنونکي محمد علي مشعل په دې اړه وویل، که څه هم د بازار د اقتصاد ستنې پر رقابت ولاړې دي، نو هر کله چې د قانون او طرزالعمل له مخې د واحدې سرچینې له تدارکاتي لارې کار واخیستل شي، ستونزه نه لري.

مشعل زیاته کړه: «په هېواد کې د واحدې سرچینې ډېر تړونونه چې ستونزې لري، د قانون او طرزالعمل تر پښولاندې کولو له امله نه، بلکې د هغو کسانو له امله دي چې له قانونه د ناوړه ګټه اخیستنې زمینه برابروي.»

بلخوا د افغانستان د درملو خدمتونو د ټولنې رییس اسدالله کارګر پژواک ته وویل که عامې روغتیا وزارت د قراردادونو په ترسره کولو کې د دوی نظر او مشوره اخیستی، هغوی به تر نورو مناسب شرکتونه او نرخونه دغه وزارت ته وړاندیز کړي وو.

کارګر څرګنده کړه چې د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال د ميکروب ضد مایع، ماسک، الکول او … په ګډون د ۸ تر ۹ قلمه درملو او طبي تجهیزاتو بیه د تقاضا له مخې ډېره لوړه شوه او اړتیا وه چې له بهره وارد شي.

خو هغه زیاته کړه چې د طبابت اړوند نور تجهیزات اوس هم د پخوا په څېر په ورته نرخونو له کورنيو بازارونو ترلاسه کوي.

د عامې روغتیا وزارت نظر:

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري د دغه وزارت د تړونونو د نرخونو او د بازار د قيمتونو ترمنځ د پام وړ توپیر په اړه وویل: «موږ هیڅ ډول توکي په لوړه بیه نه دي اخیستي. هماغه مهال د هېواد په بازارونو کې یاد نرخونه موجود وو. باید هېر نه کړو چې موږ په یوه پوره بېړني حالت کې قرار درلود، سرحدونه او الوتنې بندې وې چې د نرخونو لوړوالي لامل شوې. نو له همدې امله توکي د روغتیا وزارت له خوا په لوړه بیه نه دي پېرل شوي او دا موضوع څو عدلي او قضايي سرچینو څېړلې ده.»

د عامې روغتیا وزارت د طلاعاتو له مخې، د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال پر بېړنیو شرایطو سربېره، د دغه وزارت ټول ۱۹تړونونه د اړوندې سرچینې د ټولو قانوني شرایطو او میکانېزمونو په پام کې نیولو سره او د واحدې سرچینې له مېتوده په ګټه اخیستنې سره ترسره شوي دي.

پایله:

که څه هم د عامې روغتیا وزارت وايي چې په نرخونو کې د لوی توپېر لامل بېړنی حالت او په نړیواله کچه د نرخونو لوړېدل و، خو د پژواک د نرخ اخيستنې له مخې، د طبي تجهیزاتو د تولید او واردولو له پنځو لویو شرکتونو د شاوخوا پنځه قلمه نرخ څېړل شوی او په دغه راپور کې دغه نرخ په هېواد کې د کرونا ویروس د درې واړو څپو پر مهال په نسبي ډول ثاتب و.

د یادونې ده، پژواک خبري اژانس له دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره کړي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا د طبي تجهیزاتو او وسایلو بیې د بازر له بیو څو برابره لوړې وې.

Visits: 261

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.