ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«بغلان کې د قراردادي ښوونکو په معاشونو کې سیستماتیک فساد شوی»

«بغلان کې د قراردادي ښوونکو په معاشونو کې سیستماتیک فساد شوی»

author avatar
7 Aug 2021 - 11:42
«بغلان کې د قراردادي ښوونکو په معاشونو کې سیستماتیک فساد شوی»
author avatar
7 Aug 2021 - 11:42

پلخمري (پژواک، ١۶ زمری ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي، یو شمېر هغو ښوونکو چې په ۱۳۹۸ کال کې یې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې په قراردادي ډول تدریس کړی، خپل ټول معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د اسنادو او شواهدو کاپي، له دې ډلې بانکي اویزونه چې پژواک ترلاسه کړي، ښيي چې د یادو ښوونکو معاشونه د وري له لومړۍ بیا د لړم تر ۳۰ مې د بانک له لارې د یادو ښوونکو حسابونو ته جمع شوي، خو دوی نه دي ترلاسه کړي.

ښوونکي: د خدمتي مودې معاشونه مو نیمايي ترلاسه کړي

ذکیه هغه قراردادي ښوونکې ده چې خوست ولسوالۍ د میان شهر کلي په (پلفي) ښوونځي کې یې یو کال دنده ترسره کړې ده.

هغې وویل: “له ۴/۱/۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۳۰/۸/۱۳۹۸ نېټې یې د خوست ولسوالۍ په پلفي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې، خو د بانک له لارې یې د تدریس له درکه یوازې ۳۲۰۰۰زره افغانۍ ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې زموږ ښوونکو میاشتنۍ معاش ۷۰۰۰ افغانۍ و چې ټول ۶۳۰۰۰ افغانۍ کېدې.”

عادله بله ښوونکې ده چې په یاده موده کې یې د خوست ولسوالۍ په پلفي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغې هم وویل چې د تړون مطابق د بکلوریا په کچه د حق الزحمه ښوونکي میاشتنی معاش ۶۷۵۰ افغانۍ و.

نوموړې زیاته کړه: “۹ میاشتې یې په پلفي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې، د ۹ میاشتو معاش مې ۶۰۷۵۰ افغانۍ کېده، خو اوس مې یوازې ۱۸۰۰۰ افغانۍ معاش د کابل بانک له لارې ترلاسه کړی.”

خو هغه بانکي اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، ښيي چې هر ښوونکي ته د هغه د تحصیلي کچې مطابق د وري له لومړۍ نېټې څخه د لړم تر ۳۰ مې نېټې معاشونه ورکړل شوي دي.

د پژواک له خوا ترلاسه شوي معلومات ښيي چې په تړون کې د څوارلسم پاس ښوونکي میاشتنی معاش ۷۰۰۰ افغانۍ دی چې د ۹ میاشتو ټول معاش یې ۶۳۰۰۰ افغانۍ کېږي، په داسې حال کې چې یاد ښوونکي ۳۲۰۰۰ افغانۍ معاش ترلاسه کړی دی.

په ورته توګه د یوه دوولسم پاس ښوونکي میاشتنی معاش ۶۷۵۰ افغانۍ دی چې د ۹ میاشتو معاش یې ۶۰۷۵۰ افغانۍ کېږي، په داسې حال کې چې یاد ښوونکي له بانک څخه ۱۸۰۰۰ افغانۍ معاش ترلاسه کړی دی.

مسوولین: د ټولو ښوونکو معاشونه د بانک له لارې ورکړل شوي

د خوست ولسوالۍ معتمد غلام علي د بالمقطع ښوونکو د معاشونو نه ورکولو په اړه پژواک ته وویل: “په ۱۳۹۸ کال کې نهه حق الزحمه ښوونکې چې معاشونه یې د بانک له لارې ورکړل شوي او د بغلان د پوهنې ریاست د امریت له لوري طی مراحل شوي او زه د معتمد په ډول د دغو ښوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه هيڅ مسوولیت نه لرم.”

خو د یادو ښوونکو د تنخواوو د جدول کاپي چې پژواک ترلاسه کړې، ښیي چې دغه استادان ۲۴ کسانو ته رسېږي؛ خو د خوست ولسوالۍ معتمد دغه ارقام د راپور له اصلي ارقامو لږ بولي.

په ورته مهال د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د کابل بانک ولایتي مسوول اسماعیل مجاهد په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د بغلان د پوهنې رییس سید اسماعیل د خوست ولسوالۍ د بالمقطع ښوونکو د معاشونو نه ورکړه د دغو ښوونکو د قرارداد له مخې تاییدوي او وایي چې د معلمانو معاشونه د بودجې کموالي له امله نه دي ورکړل شوي.

مجاهد پژواک ته وویل چې ټوله بودجه دوی ته ورکړل شوې ده.

هغه په ډاګه کړه چې د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د ښځو ښوونکو د معاشونو د نه ورکړې په اړه یې له مخکې خبر درلود او دغه موضوع یې د نورو څېړنو په موخه له یوه مکتوب سره یوځای د څارنوالۍ ریاست ته استولې ده.

خو د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع په ۱۳۹۸ کال کې د پوهنې وزارت د بودجې ورکړې په اړه وویل چې د ټولو وزارتونو بودجه هر کال د هغو مشخص کوډ ته لېږدول کېږي.

هغه زیاته کړه: “پوهنې وزارت هم له دې کاره مستثنی نه دی او دغه وزارت ته د ۱۳۹۸ کال بودجه استول شوې خو د استادانو د معاشونو د نه ورکړې ستونزه په پوهنې وزارت کې ستونزو پورې اړه لري.”

په ورته مهال، د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین پژواک ته وویل چې د یادې ستونزې په اړه د نورو جزئیاتو ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي څو د بغلان له پوهنې ریاسته لازم معلومات ترلاسه او له پژواک سره شریک کړي.

هغې زیاته کړه: “په بغلان کې د شته ناامنیو له امله د خوست ولسوالۍ د حق الزحمه ښوونکو د معاشونو نه ورکړې په اړه د دغه ولایت د پوهنې رییس ځواب نه ورکوي.”

پایله:

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د قرارداد پر اساس ویلای شو چې د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د ۲۴ حلق الزحمه ښوونکو د ۹ میاشتو معاش، یو میلیون او ۴۸۵زره افغانۍ ورکول کېده؛ خو د اسنادو پر اساس، د یادو پیسو کمه فیصدي ښوونکو ترلاسه کړې او نورې پیسې شخصي جیبونو ته تللې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.