ژبه

حامد کرزی: د پنجشېر جګړه ناخوالې زېږوي؛ ستونزه دې د خبرو له لارې هواره شي

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۰): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، جګړه د حل لاره نه ده، ناخوالې زېږوي او له دواړو خواوو یې غوښتي چې د پنجشېر ولایت ستونزه د مذاکراتو له لارې حل کړي.

د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د پخواني حکومت ځيني چارواکي پنجشېر ته لاړل او اعلان یې وکړ چې په دغه ولایت کې یې د طالبانو پر وړاندې د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د «دویم مقاومت» په نوم جبهه جوړه کړې ده او له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې جګړه روانه ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «له بده مرغه په دې وروستیو ورځو کې د مصلحینو له هڅو سره سره په پنجشېر کې پوځي عملیات او جګړه پیل شوه چې د ژورې اندېښنې وړ ده او عواقب یې د هېواد او خلکو په ګټه نه بولم.»

کرزي لیکلي، په همدې دلیل پر دواړو وروڼو خواوو غږ کوي چې جګړه نه یوازې چې د حل لاره نه ده، بلکې د ټپي او دردېدلي افغانستان زخمونه نور هم تازه کوي او ناخوالې زېږوي.

ده له دواړو خواوو غوښتي چې چی د مذاکراتو له لارې موجوده ستونزه حل کړي، څو  ځورېدلی ولس له بشپړې سولې او خوشحالۍ برخمن شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.